هرات ښار (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۸): د هرات د عامې روغتیا چارواکي وایي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په هرات ښار کې تر ۳۰ ډېرو روږدو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوې ښځې په ګډون دغه ۳۰ روږدي د ښار په کچه د سړې هوا، خوارځواکۍ او د بدن د مقاومت ټیټوالي له امله مړه شوي او جسدونه یې حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي د یادو کسانو د مړینې بل لامل روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او له ټولنې لرې والی بللی دی.
هغه پر نشه یي توکو د روږدو زیاتوالي او د اوسېدو ځای نشتوالي ته اندېښنه وښوده او ویې رویل چې که څه هم د روږدو کسانو راټولول د عامې روغتیا ریاست دنده نه ده؛ خو دغه اداره هڅه کوي یو شمېر روږدې مېرمنې راټولې او په یوه روغتیایي مرکز کې یې ځای پرځای کړي.
بلخوا یو شمېر نور روږدي چې د ژمي شپې او ورځې د هرات ښار په لوړو ژورو او سړکونو ترڅنګ تېروي، د ژمي یخنۍ او اوسېدو ځای نه شتون ته اندېښمن دي.
هغوی د روږدو کسانو په اړه د سیمې د مسوولینو له نه پاملرنې شکایت کوي او وایي چې سیمه ییزو مسوولینو د دوی د راټولولو او درملنې لپاره کار نه دی کړی.
محمد چې ورور یې پر نشه یي توکو روږدی دی، پژواک ته وویل: «زه څه موده وړاندې له ایران نه را واړول شوم، دا مې ورور او دا مې هم ملګری دی او زه هم بېرته را واړول شوم، د ورځې بېرون وو او ځای نه لرو، ټېره شپه یخ ووهلو او ورور مې له یخنۍ ډېر ژړل؛ څه مو نه لرل چې پرې پټ یې کړو.»
نوموړي له دولته وغوښتل چې د ده او نورو روږدو کسانو د اعتیاد پرېښوو زمینه برابره کړي.
په هرات کې یوه بل روږدي رضا وویل: « پنځه کاله کېږي چې روږدی شوی یم او اوس مو هم ځای د سړک تر څنګ ګمرک دی، شپې سړې دي، مجبور یو د شپې اور بل کړو.»
په همدې حال کې د هرات ښاریان د ښار په کچه ورځ په ورځ په نشه یې توکو د روږدو ډېروالی د اندېښنې وړ بولي او وایي چې هرکال د هوا له سړېدو سره زیات شمېر معتادان د سړکونو ترڅنګ خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو حکومت یې د راټولولو او درملنې په اړه اقدام نه کوي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي سید محمد پژواک ته وویل: «روږدي هم زموږ په شان انسانان دي او د ژوند کولو حق لري او هغه ناروغان دي او دولت باید د هغوی د ژوند لپاره فکر وکړي.»
د هرات ښار یو بل اوسېدونکي حبیب الله پژواک ته وویل: «دولت باید معتادان راټول کړي او په کلینیکونو کې یې بستر کړي، موږ وینو چې د سړې هوا له امله مړه کېږي.»
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې د ولایت مقام د یوشمېر سیمه ییزو ادارو په مرسته، نن د ښار په کچه د روږدو مېرمنو د راټولو پرګرام پیلوي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پرګرام کې هڅه کېږي څو د راټولو شوو روږدو کسانو درملنه وشي
د سیمه ییزو مسوولینو د راپورونو له مخې، په هرات کې له ۶۰ زرو ډېر کسان په نشه یي توکو روږدي دي چې ډېری یې د ښار په منځ کې د سړکونو ترڅنګ ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










