منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“تېر کال په ۱۸۰ دولتي روغتونونو کې نږدې ٢٢زره کسان مړه شوي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ۹۸): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ٢٠١٩ کال کې د بېلابېلو لاملونو له امله په ١٨٠ دولتي روغتونونو کې نږدې ٢٢زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د عامې روغتيا وزارت د څارنې او معلوماتو (HMIS) برخې رييس نويد شمس د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې يواځې د لسو بېلابېلو لاملونو له امله ١٥٠٦٤ کسانو په روغتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وايي چې په دغو لسو لاملونو کې د نوي زېږېدنې، انتاني اختلالات، نفس تنګۍ، د تنفسي سيستم نورې ناروغیۍ، د زړه اسکيمي (وال بنديدل)، د زړه نورې ناروغۍ، مغزي سکته، نورې دماغي ستونزې، ترافيکي پېښې او پر وسلې ټپي کېدل شامل دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د نوې زېږېدنې له امله ٤٠٢٨، د انتاني اختلالاتو له امله ٢٥٤١، د تنفسي ستونزو له امله ١٩٢٠، د زړه اسکيمي له امله ١٤٧٣، د زړه نورو ناروغيو له امله، ٩٢٠، د مغزي سکتې له امله ١٣٥٢، د دماغي ستونزو له امله ٧٧٧، د ټرافيکو پېښو له امله ٦٢٩ او په وسلو د ټپي کېدو له امله ٥٣٩ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د شمس په وينا  په ټوله کې په ٢٠١٩ کې ٢١٦٦٥ کسانو د هېواد په ١٨٠ دولتي روغتونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وايي: ((کېداى شي دغه شمېره تر دې لوړه وي؛ ځکه د هېواد په ډېرو برخو کې روغتونونه نشته او د مړه شوو کسانو د ارقامو په اړه يې معلومات نه لرو.))

سرچينه زياتوي، تر ټولو زيات د هرات په حوزوي روغتون کې ٢٢٣٦ کسان مړه شوي، دغه راز د ننګرهار حوزوي روغتون کې ٢١٣٧، د مزار شريف روغتون کې ١٧٢٥، د کابل اندارګاندي طفل روغتون کې ١٥٢٥  او د هلمند روغتون کې ١٢٨٩ ناروغان مړه شوي دي.په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د حياتي احصايې په نوم يوه څانګه هم فعاليت کوي چې عمده دنده يې په افغانستان د مړينې د لاملونو پيدا کول دي.

دغه برخه په ٢٠١٧ زېږديز کال کې جوړه شوې چې اوسمهال د کابل په نهو او د ولايتونو په پنځو روغتونو کې فعاليت کوي.

د دې برخې امر محمد خالد اکرام پژواک ته وويل چې په ٢٠١٩ کال کې د کابل په نهه او پنځه ولايتي روغتونونو کې د لسو مهمو لاملونو له امله ٢٣٧٩ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

دى وايي چې په ٢٠١٨ کال کې دغه شمېره ٥٥٠ تنه وه او عمده لامل يې دا و چې ډاکترانو او د روغتونونو نورو مسوولينو د مړه شوو کسانو په اړه معلومات له دوى سره نه شريکول خو اوس دوى ته پر وخت معلومات ورکوي.

نوموړى وايي چې د يادو راپورونو له مخې، ډېرو ماشومانو د انتاني ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هغه په وينا، په پام کې ده چې دغه سيستم په ٢٠٢١ کال کې د هېواد ډېرو روغتونونو کې فعال شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سيستم دا مهال د کابل په نهو او د ننکرهار، کونړ، لغمان، هرات کندهار ولایتونو په ولايتي روغتونونو کې فعال شوى دى.

ده وويل چې د کابل په نهو روغتونو کې رابعه بلخي، وزیر اکبر خان، صحت طفل، اتاترک، شیخ الزاید، ابن سینا، انتاني، استقلال او جمهوریت روغتونونه شامل دي.

دغه راز د ماشومانو برخې متخصص عبدالحق قیام پژواک ته وویل کله چې ماشوم نوی پیدا کېږي، نو د بدن مقاومت یې کم او پوست یې نازک وي، ځکه انتان يا ميکروب ژر پرې اغېز کوي.

قیام وايي، کله چې ماشوم نوی پيدا شي نو نرسانې، میندې او هغه کسان چې له ماشوم سره اړیکه ساتي، باید حفظ الصحه مراعات کړي څو ماشوم انتان یا ميکروب وا نه خلي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، کله چې میندې د اميدوارۍ پر مهال تر څلور ځلو ډېره معاینه وکړي، کېدای شي ميکروب یې بدن ته داخل شي او ماشوم ته هم ورسېږي.

هغه دا هم وويل چې د زېږون پر مهال هم کېدای شي د ماشوم بدن ته ميکروب دننه شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د عامې روغتيا وزارت د يادو مسوولينو د معلوماتو له مخې، د امنيتي برخو روغتونونه د دوى له يادې برخې سره ثبت نه دي نو ځکه يې د مړو د شمېرو په اړه معلومات هم نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا