منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان کې د يخنۍ او واورې ښويېدنې له امله ٨٠ کسان مړه شوي

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨) : د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د واورې ښويېدنې له امله ٦٣ کسان مړه شوي، بلخوا بيا په بلوچستان ايالت کې د سختې يخنۍ له امله ١٧ کسان مړه شوي دى.

پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٢٤مه، خبر ورکړى چې د سختې واورې له امله د کشمير په نيلم دره کې د واورې ښويېدو په پېښه کې لسګونه کسان تر واورو لاندې شوي دي.

د کشمير د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوول احمد رضا قادري ويلي چې تر اوسه له واورو څخه د ٦٠ کسانو جسدونه ايستل شوي او د نورو د پيدا کېدو هڅه روانه ده.

سرچينې زياته کړې  چې په مړو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او کېداى شي د مړو شويو کسانو شمېره له دې هم لوړه شي.

قادري وايي چې له سپرليو ډک درې موټر هم تر واورو لاندې شوي چې ترې يو شمېر جسدونه ايستل شوي دي. د کشمير په نورو سيمو کې هم د يخنۍ له امله درې تنه مړه شوي.

بلخوا ځايي چارواکو ويلي چې د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د سختې يخنۍ له امله ١٧ کسان مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه