Language

کورنیو چارو وزارت: په ترکیه کې د “وسیمې باغیسۍ” د اوسېدو ځای تثبیت شوی

 

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومى ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاکنو کمېسیون د مخکنۍ کمېشنرې وسیمې بادغیسۍ موضوع یې چې پر پنځه کاله زندان محکومه ده او اوس په ترکیه کې ژوند کوي، له ترکیې سره شریکه کړې او په دې اړه د یاد هېواد پرېکړې ته په تمه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه وزارت د هڅو پر اساس، د مېرمن باغیسۍ د اوسېدو ځای مشخص شوی.

نوموړي دې ته په اشاره چې د ټاکنو کمېسیون دې پخوانۍ کمېشنرې له مارکو څخه ترکیې ته سفر کړی، وویل چې د باغیسۍ د بېرته راستنېدو موضوع یې له ترکیې سره شریکه کړې ده.

رحیمي موضوع حقوقي وبلله او ويې ویل، وبه لیدل شي چې د ترکیې چارواکي د خپل هېواد د نافذ قانون له مخې، د باغیسۍ په اړه څه ډول پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکنۍ مرستیارله وسیمه باغیسۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو له یو شمېر نورو کمېشنرانو سره، د لږ کار، د دندې له واکونو د ناوړه ګټې اخیستنې او د ولسي جرګې ټاکنو په رایو کې د لاسوهنې له امله، تېر کال هر یو پر پنځه کاله بند محکوم شول.

login or register a new account.