منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېر زېږدیز کال د کابل په ۴ دولتي روغتونونو کې ٣٧٠ سوء شکل ماشومان زېږېدلي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومی ۹۸): د پژواک موندنې ښیي چې په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې د کابل ښار په څلورو دولتي روغتونونو کې ۳۷۰ سوء شکل ماشومان زېږېدلي دي.

د طبي معلوماتو پر بنسټ، سو‎ء شکل د ماشوم د بدن یوې غیر نورمالې برخې ته ويل کېږي چې يا تشکل نه کوي او يا هم د يوه لامل له امله خپل نورمال وظیفوي سیستم له لاسه ورکوي.

د پژواک خبري اژانس خبريالې د سوء شکل ماشومانو د شمېر پيدا کولو په موخه د کابل ښار څلورو دولتي روغتونونو، ملالۍ زېږنتون، استقلال، رابعه بلخي او د خیرخانې مینې ۱۰۲ بستر ته ورغلې ده.

د ملالۍ زېږنتون د ماشومانو برخې ټرينر متخصصې ډاکټرې شهربانو پژواک ته وویل چې ۲۰۱۹ کال کې ۸۰ سو‎‎‎ء شکل ماشومان په دغه روغتون کې زېږدلي چې د دوو جنيست هم مشخص نه شو.

د نوموړې په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰۶ سو‎‎‎ء شکل ماشومان زېږدلي وو خو سږ کال يې کچه ټيټه ده.

شهربانو زیاتوي، هره ورځ شاوخوا له ٧٠ تر ٧٥ ماشومان زېږي چې تر ټولو ډېر سو‎‎‎ء شکل ماشومان د مارچ او تر ټولو کم یې د ډسمبر په میاشت کې زېږدلي دي.

همدا راز د استقلال روغتون د معلوماتي برخې امر، ډاکتر جلیل وفا پژواک ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې په یاد روغتون کې ۵۵ سو‎‎‎ء شکل ماشومان زېږېدلي چې تر ټول ډېر یې د اکتوبر او تر ټولو کم یې د جنورۍ په میاشت کې دي.

همدارنګه د رابعې بلخي روغتون د ماشومانو برخې ټرېنر متخصصې لطيفې وردګ  پژواک ته وویل چې په یاد روغتون کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د سو‎‎‎ء شکل ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې ده.

د وردګ په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۶۴ سو‎‎‎ء شکل ماشومان زېږدلي او په ۲۰۱۹ کال کې یاده شمېره ۲۲۱ ته لوړه شوه.

همدا راز د کابل د خیرخانې د ۱۰۲ بستريز دولتي روغتون د ماشومانو برخې ټرېنر متخصصې ډاکټرې شعلې پژواک ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۴ سو‎‎‎ء شکل ماشومان زېږېدلي دي چې تر ټولو ډېر یې د جون په میاشت کې وو.

له يوې خوا که سو‎‎‎ء شکل ماشومان له خپل حالته ځورېږي، خو کورنۍ يې هم په ستونزو کې وي.

په دې اړه د ننګرهار د مرکز د جلال اباد ښار د روښان مېنې اوسېدونکي محمد ناصر ملکزي پژواک ته وويل چې ورپسې ورور يې محمد شفيق په نورمال حالت نه دى زېږدلى.

هغه وايي: ((د ورور سر مې له عادي حالت نه غټ دى، په خپلو پښو هم سم نه شي ګرځېدلی، ژبه يې هم درنه ده، همدا مور مې ده چې د ده خدمت کوي، که مور مې نه وي، هېڅوک ځان ته نږدې نه پرېږدي چې دا يو لوى مشکل دى.))

د سو‎‎‎ء شکل ماشومانو په اړه په کابل کې د کیور روغتون د پلاستیکي جراحي ډاکتر سید الفت هاشمي پژواک ته وویل چې له طبي پلوه سو‎‎‎ء شکل د ماشوم يوې غیر نورمالې برخې ته ويل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، جنيټیکي عوامل، بېسوادي، پر خپل سر د درملو خوړول، له وخته مخکې زېږون، له نږدې خپلوانو سره واده کول، د زېږون ترمنځ د وقفې نه مراعاتول، د میندو خوارځواکي، انتاني عوامل او جګړې هغه څه دي چې د سو‎‎‎ء شکل ماشومانو په زېږېدو کې عمده رول لوبوي.

د هاشمي په وینا، کله چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي، نو لومړى درې مياشتې ډېرې حساسې دي او امکان لري چې په دې موده کې پورتني عوامل د سو‎‎‎ء شکل لامل شي.

د هغه په خبره، د سو‎‎‎ء شکل د مخنيوي په موخه بايد د عامې روغتيا وزارت د ميندو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

د همدې راپور پر بنسټ، په روغتونونو کې ډېرى سو‎‎‎ء شکل ماشومان د سپينو بايفيديا (د ملا په تېر کې ستونزه) او هايدرو سفل (د سر غټوالى) په بڼه پيدا شوي دي.

همدازار د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي پژواک ته وویل چې په ماشومان کې د سو‎‎‎ء شکل ناروغي معمولاً د جنیټيکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.

عظیمي وايي، دا ډول ماشومان له لومړيو کلونو د خپلې ناروغۍ له امله ځورېږي او وروسته بيا له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې له سو‎‎‎ء شکل ماشومانو سره بايد د کورنۍ غړي او په ټولنه نور کسان ښه او عاطفي چلند وکړي، څو دغه ډول کسان له رواني ستونزو وژغورل شي.

بل لور ته د چارو يو شمېر پوهان پر دې باور دي چې د جګړې دوام او بيوزلي په هېواد کې د سو‎‎‎ء شکل ماشومانو د پيدا کېدو عمده عوامل بلل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا