منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فيروز: وسله والو مخالفينو ١١٠ روغتيايي مرکزونه تړلي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۰ کتنې

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): د عامې روغتيا وزير وايي چې تېر کال د جګړو له امله ۵۲ روغتونونه ويجاړ شوي او ۱۱۰ نور د باج ترلاسه کولو په موخه د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوي دي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د سلواغې په لومړۍ نېټه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل، هرکال دغه وزارت ته له اړتيا سره سمه بوديجه نه ورکول کيږي چې له امله يې دوى نه شي کولاى خلکو ته اړين خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ١٨٦ دولتي روغتونونه او ٣٥٠٠ روغتيايي مرکزونه فعاله دي چې د دې ټولو لپاره ١٢ ميليارده افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې، خو په دې بوديجې سره دوى نه شي کولاى له اړتيا سره سم خدمات وړاندې کړي.

د وزير په وينا، تېرکال يې په ټول هېواد کې شاوخوا څلور سوه نوي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې په فعاليدو سره يې دا مهال ٩٠ سلنه هېوادوال لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري.

خو دى وايي چې تېر کال د جګړو له امله ۵۲ روغتونونه ويجاړ شوي او وسله والو مخالفينو ۱۱۰ نور د باج ترلاسه کولو په موخه تړلي دي.

فيروز وايي چې په ٢٠١٨ کال کې د هېواد د ٢٢ ولايتونو په ٥٥ ولسواليو کې د غير ساري ناروغيو د لاملونو پيدا کولو او مخنيوي په موخه سروې ترسره شوې ده.

ده وويل چې د همدې سروې پر بنسټ په ښځو کې چاغوالى، د قد ټیټوالی، د وینې فشار لوړوالی، د شکر ناروغۍ، د وینې د کلسټرول لوړېدل، د سګرت او تنباکو کارول، د ترکاري او مېوې کم کارول، ډېره مالګه خوړل، او ورزش نه کول هغه څه دي چې د غير ساري ناروغيو لامل ګرځي.

د نوموړي په وينا، که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو کچه ١١٠ ته لوړه شوې، خو بيا هم د بيوزلۍ، نشه يي توکو په اسانه لاس رسى او وزګارتيا د دې لامل شوي چې د دغو کسانو شمېره ډېره شي.

فيروز دا هم وويل چې د لومړي ځل لپاره د کابل ښار په محمد علي جناح دولتي روغتون کې د پښتورګي د پيوند عمليات په برياليتوب سره ترسره شول.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي چې لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى نه لري او په سختو ستونزو کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا