منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاریون کوونکي: د تاوتریخوالي کمول معنا نه لري باید اوربند وشي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د کندهار لسګونو اوسېدونکو د لاریون په کولو د سولې د روانو خبرو په لړ کې د تاوتریخوالي کمولو پر ځای د اوربند غوښتنه وکړه.

دغه لاریون د سولې ولسي حرکت له خوا جوړ شوی وو چې د کندهار ښار سلګونو اوسېدونکو ګډون په کې کړی وو.

لاریون کوونکي د اوربند او سولې د شعارونو په بدرګه د کندهار ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او له خلکو یې غوښتنه کوله چې را پاڅي او په یووالي د سولې غږ بدرګه کړي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه حرکت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند او سولې لپاره پلي تګونه وکړل او اوس یې د همدې موخې لپاره د لاریونونو او موټریزو کاروانونو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، د سولې ولسي حرکت څو ورځې وړاندې له هلمند څخه نیمروز، فراه، هرات او اروزګان ولایتونو ته لاړل او هلته یې لاریونونه جوړ کړل چې په دې لړ کې نن کندهار ولایت ته راغلي دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې بل موټریز کاروان نن د  شمالي ولایتونو پر لور حرکت وکړ، څو هلته هم ورته لاریونونه وکړي.

هغه وویل، د ننني لاریون موخه د اوربند او سولې غوښتل دي.

دی وايي، د سولې د روانو مذاکراتو په لړ کې د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه شوې چې دا ولس ته د منلو نه ده او پر ځای یې د اوربند غوښتونکي دي.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي کمول هیڅ تعریف نه لري، بیا به هم افغان وژنه روانه وي؛ که سولې ته اراده رښتینې وي، نو باید اوربند وشي.

د لاریون یوه برخه وال او مدني فعال منور واحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر هر څه وړاندې باید اوربند وشي او بیا د سولې خبرې دوام وکړي.

د ده په باور، له اوربند پرته د سولې خبرې هیڅ معنا نه لري.

ده زیاته کړه، نن د همدغو غوښتنو په لړ کې راوتلي څو د کندهار ښار په کوڅه کوڅه وګرځي، څو خلک راپاڅوي او له دوی سره یو ځای د اوربند او سولې غوښتو غږ بدرګه کړي.

د لاریون یوه بله برخه وال سپين ږيري ګل محمد کاکا پژواک ته وویل: ((په روانه جګړه کې دواړو لورو ته زموږ اولادونه مري، موږ نور د دغې بې ګټې او بربادوونکې جګړې درېدل غواړو.))

ده هم پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او په دې توګه تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د سولې د مذاکراتو سره هم مهاله په هېواد کې د سولې په تړاو غونډې لاریونونه او ورته نور فعالیتونه ډېر شوي دي.

ډېری افغانان د تاوتریخوالي له کمښت سره مخالفت ښيي او وايي باید اوربند وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه