ژبه

په افغانستان کې په لومړي ځل د ډي اېن اې د تشخیص څانګه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): کابل کې د عدلي طب د لابراتوارونو کمپلکس پرانيستل شو او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «ډي اېن اې» لابراتوار په کار پیل وکړ.

ډي اېن اې هغه معاینات دي چې له مخې یې د یوه کس د وراثت پېژندنه کېدای شي او له مخې یې د ډېرو ارثي او جنايي کړنو ريښې راڅرګندېږي.

د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې په دې اړه غونډه کې وویل چې تر اوسه افغانستان د «ډي اېن اې» معاینات کاناډا ته لېږل چې ډېر وخت ته به یې اخیست.

خو هغه وویل چې اوس به دغه وزارت وکولای شي د ‌ډي اېن اې څانګې په پرانیستو سره د مجرمینو هویت معلوم کړي، د سوځول شوو مړو پېژندنه وکړي، نورو اړینو ژینیتکي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې برخه کې له پولیسو سره اړینه مرسته وکړي.

د ده په وینا، د عامې روغتیا وزارت به ډېر ژر د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د ډي اېن اې په اړه اړین ورکشاپونه جوړ کړي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یاد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې په هېواد کې د جرایمو زیاتوالي ته په کتو او د عدالت د ټینګښت په موخه د «ډي اېن اې» مرکز جوړېدل یو ښه ګام دی.

ده زیاته کړه، د هغو متخصصینو امنیت باید ټینګ شي چې د جرایمو تثبیت په برخه کې کار کوي او هیڅوک یې باید په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه وایي: «موږ خپلواک عدلي طب ته اړتیا لرو، په ځینو قضیو کې د مرګ او ژوند مسایل مطرح وي او په دې برخه کې هر ډول مداخله کول ستره جفا ده او په مداخلو کولو سره موږ نه شو کولی قانون پلی کړو.»

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ریاض درمل هم د عامې روغتیا وزارت له خوا د دغه مرکز پرانیستل د جرمونو د کچې په راټیټېدو کې ګټور ګام وباله.

هغه وویل چې مجرم تل د جرم په ځای کې نښې پرېږدي چې وروسته له دې به افغانستان کې هم د ډي اېن اې پر مټ د مجرم پېژنده کېږي.

login or register a new account.