منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې درملنه شوي ډېری روږدو بېرته نشې ته مخه کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): ننګرهار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د ۱۵۰ بستريز روغتون چارواکي وايي، په بازار کې په ښکاره د نشه يي توکو پلور او اقتصادي ستونزو له امله تداوي شوي کسان بېرته په نشه يي توکو روږدي کېږي.

د دغه روغتون مسوولين وايي، هره مياشت لږ تر لږه  پر نشه يي توکو د سلو روږدو درملنه کوي خو پنځوس سلنه يې بيا بېرته پر نشه يي توکو اخته کېږي.

روږدي کسان هم وايي، اقتصادي ستونزې او په اسانۍ نشه يي توکو ته لاسرسی د دې لامل شوی چې دوی خپل حالت له روږدي انسان څخه عادي انسان ته نه شي اړولی.

اوس مهال په ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې درې روغتونونه شته چې يو يې د لويانو د درملنې ۱۵۰ بستريز، بل هم د مېرمنو د درملنې ۵۰ بستريز او درېيم هغه يې د کوچنيو روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستريز دی.

خو د رسمي ارقامو له مخې، په ننګرهار کې تر سل زرو ډېر کسان پر نشه يي توکو روږدي دي چې دغه روغتونونه يې د درملنې په برخه کې پوه رسېدنه نه شي کولی.

په ننګرهار کې د روږدو د درملنې د ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولين وايي، دوی ته هره مياشت سلګونه کسان د درملنې په موخه ور وړل کېږي خو دوی يوازې د ۱۵۰ کسانو د درملنې اسانتياوې لري.

د دغه روغتون يو معالج ډاکټر جمشيد يمال پژواک اژانس ته وويل، دوی د هر روږدي کس درملنه په دوو مرحلو کې کوي چې يوه يې د زهر ايستنې او بله هغه يې د بيارغونې ده چې روږدو کسانو ته په کې تعليمي، تفريحي او نور پروګرامونه برابر شوي دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې موږ د ناروغ اعلاج وکړو، بېرته خپل اعتياد ته مخه کوي، د دې مختلف لاملونه دي؛ هغه لاملونه چې تر څو حل نه شي، ناروغ بېرته معتاد کېږي، اقتصادي ستونزې دي، نشه يي توکو ته په بازار کې لاسرسی دی.))

د ډاکټر يمال د معلوماتو له مخې، پنځوس سلنه هغه ناروغان چې دوی يې درملنه کړې وي، بېرته د همدغو ستونزو له امله نشو ته مخه کوي او ډېر يې دويم ځلي هم دوی ته د درملنې لپاره ور وستل کېږي.

دی وايي، دوی يوازې هره مياشت د سلو کسانو درملنه کولی شي چې په کال کې ۱۲۰۰ کسان کېږي، خو هره مياشت ورته سلګونه کسان د درملنې په موخه وروړل کېږي.

نوموړی زياتوي که کورنۍ غواړي روږدي کسان يې له نشه يي توکو خلاص شي نو بايد قوي ملاتړ يې وکړي، څارنه يې وکړي او تر درملنې وروسته ورته د کار زمينه برابره کړي.

په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې روږدي وايي، له غلطو ملګرو سره ناسته پاسته، اقتصادي ستونزې او په ازاده توګه د نشه يي توکو خرڅلاو دوی پر نشو روږدي کړي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی بهرام ګل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر نشه يي توکو روږدی شوی وايي، د غلطو ملګرو انتخاب پر دې ناوړه مرض اخته کړی دی.

هغه زياته کړه: ((زه په يوولسم صنف کې وم، صنفيانو به مې کله ناکله نشې کولې، زه هم نشه باندې واوښتم، واده مې کړی دی، درې بچي لرم، انشاءالله چې کله هم له دې شفاخانې رخصت شوم او روغ شوم، بېرته خپل مکتب شروع کوم او خپل کار روزګار کوم.))

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره روغتون پراخ کړي، خو ټينګار کوي چې د روغتون تر پراختيا زياته پاملرنه يې د نشه يي توکو مخنيوي ته ده.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، په ننګرهار کې د کوکنارو کښت په ډېرو ولسواليو کې صفر ته کښته شوی، هره ورځ پوليس او نور امنيتي ځواکونه د نشه يي توکو کاروباريان نيسي چې دا خپله د روږدو کسانو د کمښت سره مرسته کولی شي.

د ننګرهار ولايت يو قومي مشر حاجي وردګ شېرزاد وايي، څو پورې چې د نشه يي توکو پر ضد جدي اقدامات ونه شي او په ښار کې يې په ښکاره توګه د خرڅلاو مخه ونه نيول شي؛ نو د روږدو کسانو شمېره به زياتېږي.

هغه پژواک ته وويل، په يادو روغتونونو کې پر روږدو کسانو ډېر لګښتونه کېږي، دا چې دوى بېرته پر نشه يي توکو روږدي کېږي، د اندېښنې وړ کار دى او بايد مخه يې ونيول شي.

شېرزاد له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په ښار او ولسواليو کې په ښکاره او څرګنده توګه د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونيسي او څوک چې په دې کاروبار کې ککړ دي، بايد د قانون منګولو ته يې وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا