منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سفارت: په چين کې مېشت افغانان دې پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): په چين کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځايي چارواکو او مسوولينو سره په اړيکه کې و اوسي او د هغوى پر روغتيايي لارښونو دې عمل وکړي.

د افغانستان سفارت دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په چين کې د نوې خپرې شوې ناروغۍ (کرونا ويروس)  له امله تر اوسه ١٠٦ کسان مړه او تر څلورو زيات کسان اخته شوي دي.

په چين کې د سلګونو افغان محصلين ترڅنګ ګڼ شمېر نور افغانان او سوداګر هم مېشت دي او افغانستان ته تګ راتګ هم کوي.

د يادې ناروغۍ په اړه په چين کې د افغانستان د سفارت له خوا د سلواغې په ٨مه په يوه خپره  شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چين هېواد د دې ناروغۍ پر ضد له مسووليته ډکه مبارزه کې له خپلو وګړو او بهرنيانو سره يو ډول چلند کوي.

د افغانستان سفارت له افغانانو غوښتي چې د يادې ناروغۍ په اړه پر بېځايه افواهاتو او اوازو دې باور نه کوي.

افغان سفارت په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځايي چارواکو او مسوولينو سره په اړيکه کې و اوسي او د هغوى پر روغتيايي لارښونو عمل وکړي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان سفارت د چين له ځايي چارواکو، بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت سره له نږدې څخه په اړيکو کې دى او د اړتيا پر مهال لازم او بېړنۍ اقدامات به کوي.

د افغانستان سفارت په چين کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د يادې ناروغۍ پر ضد پر اړوندو روغتيايي اقداماتو عمل وکړي، لاسونه تل په صابون ومينځي، ماسک وکاروي او له غير ضروري ګرځېدو ډډه وکړي.

دغه راز د اړتيا پر مهال که چېرې د ناروغۍ اړونده نښه وليدل شي، عاجل دې نږدې کلينیک او يا هم روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.

دا ناروغي د چين په اوهان ښار کې پيل شوې او بيا نورو ښارونو ته يې سرايت کړى دى، په اوهان ښار کې د ٥٠ محصلينو ترڅنګ ٦٤ افغانان مېشت دي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دچين د حکومت له اجازې سره به دا افغانان هېواد ته ولېږدول شي.

بلخوا پرون د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په کابل کې د چين سفير وانګ يو سره د يادې ناروغۍ د مخنيوي په اړه ټېلېفوني خبرې کړې دي.

ډاکټر فيروز د چين له سفير څخه وغوښتل، څو پورې چې ددې ناروغۍ مخه نه وي نيول شوى، له ياد هېواد څخه دې د افغانانو په ګډون هېڅوک افغانستان ته نه ارځي.

کرونا څه ډول ناروغي ده؟

ډاکټران وايي تبه، ټوخی، سالنډي، تيګا، د ستوني درد، سردرد، له پزې اوبه بهېدل او نورې سایيزې ستونزې د دې ناروغۍ اصلي نښې دي. دا هم شونې ده چې څو ورځې وروسته دې په ناورغۍ اخته کسان بې دليله ټوخی ولري.

که ناروغي وېروونکې (حاده) وي، نس ناستی، د ساييز سيستم نابسيايي، د پښتورګو نابسيايي او د وينې د پړن کېدو ستونزې رامنځته کېږي چي په دغه حالت کي ناروغ وينچڼ (Hemodialysis) ته اړتيا لري. هغه کسان، لکه ماشومان او پاخه منګي چې معافيتي سیستم يې کمزوری وي، ښايي سينه بغل او برونشېټ ته ورته له سختو ساييزو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

د ناروغۍ مخينوی

تر دې دمه د ناروغۍ د مخنيوي لپاره هېڅ ډول واکسين نه دی جوړ شوی.  د ناروغۍ د مخنيوي تر ګردو ښه لاره چاره دا ده چې د ناورغۍ د چټک خپراوي مخه ونيول شي؛ يعنې ناروغ کسان دې تشخيص شي او د درملنې پر مهال دې قرنطين شي.

پر دې سربېره هغه روغ کسان چې له ناروغانو سره یې راشه درشه شته، په کلکه وڅارل شي.

د انسانانو په تګ راتګ دې بنديز ولګول شي او په لويو غونډو کې دې له ګډون څخه ډډه وشي. خولې، سترګو او پزې ته دې لاسونه نه ور وړل کېږي او لاسونه دې د ۲۰ ثانيو لپاره په صابون ومينځل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا