منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره انتاني روغتون کې ٣٠ بستره ځانګړي شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٠سلواغه ٩٨): د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې په موخه يې د کابل په انتاني روغتون کې ٣٠ بستره ځانګړي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د سر وېلانس برخې همغږي کوونکي ډاکتر توفیق حکیم نظري د سلواغې په ۱۰ مه د کابل په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان په ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لپاره پوره چمتوالى نيول شوى دى.

دى وايي چې له پخوا راهيسې د ناروغيو د څارنې سیستم په ټولو هوايي ډګرونو کې فعاله و، خو اوس د کرونا وژنکې ناروغۍ د تشخيص لپاره جدي اقدامات نیول شوي دي.

د نظري د معلوماتو له مخې، د کرونا د ناروغانو لپاره د کابل په انتاني روغتون کې ٣٠ بستره ځانګړي شوي، خو که چېرې د ناروغانو شمېره لوړه شي، نو د نورو روغتونونو بېړنۍ برخې هم په نظر کې نيول شوې دي.

ده وويل چې د کابل، کندهار، هرات او بلخ ولايتونو حوزوي روغتونونه هم د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره چمتو شوي دي.

نوموړى وايي چې د هېواد د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو کابل، کندهار، هرات او بلخ  ترڅنګ په تورخم، اسلام قلعه، شېرخان بندر، حیرتان، سپین بولدک او په بدخشان کې راستنېدونکي کسان چک کيږي، ترڅو د کرونا ناروغي ونه لري.

دی وايي چې د کرونا ناروغانو د تشخيص لپاره د عامې روغتیا وزارت له خوا ځانګړي  ترمامېتر، امبولانسونه او د قرنطین کولو ټول تدابیر نیول شوي دي.

د نوموړي په وينا چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۵۹ مسافر له چین څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر اوسه په هيڅ مسافر کې د کرونا ناروغۍ نښې نښانې نه دي لیدل شوي.

نظري وویل: ((خلک دې د ټولنیزو رسنيو پر خبرو نه تېروځي، بلکې په هوايي ډګرونو کې د مسافرینو د چک لپاره جدي او پوره تدابیر نیول شوي دي.))

د يادونې ده چې د کرونا ویروس لومړی د چین له ووهان ښاره خپور شو، خو وروسته ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته ورسېد.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، تر اوسه ٧٧١١ کسان په چين کې په دغې ناروغۍ اخته شوي چې ١٧٠ تنه يې مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا