ژبه

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ويروس له امله بېړنى روغتيايي حالت اعلان کړ

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٨) : د روغتیا نړیوال سازمان تر یوه اوږده بحث وروسته په چین کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله  بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړى دى.

دغه سازمان تر اوسه پورې د دغه اقدام ځنډولی و، خو وروسته له هغه دغې پرېکړې ته اړ شو، چې په چین کې ددغه ویروس له کبله د وژل شويو کسانو شمیر له ٢٠٠ څخه واوښت او د نړۍپه ۲۰ هېوادونو کې يې نښې نښانې ولیدل شوې.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان یواځې”ډېر جدي او ځانګړي حالتونه“د نړیوال بېړني حالت په نوم اعلانوي چې موخه یې راولاړې شوې ستونزې ته د نورو هېوادونو پام اړول او د حل لارو لپاره ګډې مبارزې باندې تاکید وي.

چین په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان ته د یو نوي ویروس له کبله د مړینې راپورونه ورکړل. له هغې ورځې راهیسې په ټول چین او ځانګړې توګه د چین په ووهان ایالت کې ۷۸۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په داسې حال کې چې پوهان لا هم د دغه ویروس د خپرېدو د لارو چارو په موندلو بوخت دي، د چین ځینو ګاونډیو هېوادونو لکه روسیه، شمالي کوریا او منګولیا له چین سره خپلې پولې وتړلې.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د کرونا ویروس په چین کې په ډیرې چټکتیا خپور شوی او د امریکا، فرانسې، آلمان، کاناډا او ویتنام په شان هېوادونو کې یې ددغه ویروس مثبتو پېښو ثبتېدل هم د اندېښنې وړ خبره بللې.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په چين کې شاوخوا ٢١٧ کسان له دې ويروس څخه مړه شوي، تر لسو زرو زيات پرې اخته شوي دي.

دغه راز ددې ويروس ناروغان په ٢٠ نورو هېوادونو کې هم ليدل شوي چې په يو شمېر کې ځينې کسان مړه شوي هم دي.

د افغانستان حکومت هم په دې برخه کې بېړني اقدامات  ترسره کړي، په څلورو هوايي ډګرونو  او    تورخم بندر کې يې د مسافرينو معاينه پيل کړې ده.

login or register a new account.