ژبه

په بادغیس کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او پنځه ټپيان دي

توسط عبداللطیف ایوبی

فبروري 1, 2020 - 8:05 pm

Views: 68

قلعه نو (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٨): د بادغیس سیمه ییز اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، خو چارواکي ادعا کوي چې یاد کسان د خپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکو او د وژل شوو کسانو خپلوانو د یادو درېیو کسانو جسدونه چې یوه ښځه هم په کې شامله وه او ټپیان د بادغیس د مرکز ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.  

د یادو کسانو له ډلې عبدالوهاب نن په یاد روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وویل، بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د بادغیس د مقر ولسوالۍ په اندري کلي کې د ملکي کسانو پر کور برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې یوه ښځه او دوه لویان شامل دي او د پېښې ټول ټپیان ماشومان دي.

خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل، یاد اته کسان د خپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړي له جزئیاتو ورکولو پرته وویل، پر یادې پېښې سربېره تېره شپه د مقر ولسوالۍ په یوه بله سیمه کې د ماین جوړونې پر مرکز هم هوايي برید شوی دی.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک د والي د خبرو په تاییدولو سره وویل، د ملا داوود په نوم د یو کس پر شخصي کور چې د ماین جوړونې مرکز و، هوايي برید شوی دی.

login or register a new account.