منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتيا وزير : له چين څخه د افغان محصلينو د راستنېدو لپاره بېړه په کار نه ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): د عامې روغتيا وزير وايي چې د چين هېواد له ووهان ښار څخه د افغان محصلينو د راستنېدو لپاره ټول تدابير نيول شوي، خو په دغه کار کې بېړه په کار نه ده.

په دې وروستيو کې د چين هېواد په ووهان ښار کې د کرونا په نوم يوه نوې ناروغي پيدا شوې چې تر اوسه يې په ټول چين کې څه باندې ١٤ زره کسان نيولي او له دې ډلې څخه ٣٠٥ يې مړه کړي دي .

د يادې ناروغۍ په تړاو د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز د سلواغې په ١٣مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د چين په ووهان ښار کې د افغان محصلينو روغتيايي وضعيت ښه دى او له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه دي.

هغه وويل چې د يادو محصلينو د انتقال لپاره ټول تدابير نيول شوي، خو په دغه کار بېړه په کار نه ده.

ده زياته کړه:((که چېرې موږ دوى هېواد ته راولو، نو د هېواد ٣٠ ميليونه نور نفوس په خطر کې نه شو اچولى.))

وزير وايي چې که دغه محصلين هېواد ته انتقال هم شي، نو د ١٤ ورځو لپاره به قرنطين کې ساتل کيږي او د دې لپاره ځاى هم چمتو شوى دى.

فېروز وويل چې د تېرې اوونۍ په لړ کې له چين څخه  ۲۶۲ کسان هېواد ته راستانه شوي چې ۲۳۳ يې افغانان او ۲۹ يې بهرنيان دي، خو په يوه کې هم د کرونا ناروغۍ نښې نښانې نه دي ليدل شوي.

د نوموړي په وينا، تراوسه يواځې يو کس د جنورۍ په پنځمه نېټه له ووهان ښار څخه هېواد ته راستون شوى چې په کندهار کې دى او روغتيايي حالت يې هم د ډاډ وړ دى.

فېروز زياتوي چې سل په سلو کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوى ناشونى دى، خو حکومت تر خپلې وسې هڅه کوي.

د عامې روغتيا وزير اندېښنه وښوده چې که د کرونا ويروس په هېواد کې خپور شي، نو د شپږو مياشتو په لړ کې به ۳۰۰۰ کسان پرې اخته شي.

ده وو‎يل، د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره درې سوه بستره چمتو شوي چې سل يې په کابل او په ولايتونو کې دي.

همدا راز په دغه خبري ناسته کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي محمد داوود الطاف وويل چې دا مهال بايد له ووهان ښار څخه هېڅوک را انتقال نه شي.

ده هم وويل چې يواځې په معايناتو سره امکان نه لري چې د کرونا ناروغۍ د ويروس د خپرېدو مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، د روغتيا نړيوال سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال له بې وزله هېوادونو سره خپلې مرسته روانې وساتي.

د يادونې ده چې اوس مهال په چين کې د کرونا ۱۴۳۸۰ پېښې او په نورو هېوادونو کې  ۱۷۷ پېښې ثبت شوې دي.

د چين ترڅنګ د کرونا ناروغۍ نښې نښانې تر اوسه په ۲۶ هېوادونو کې لېدل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو دوه-درې ورځو کې د کرونا ناروغۍ نښې په هسپانيه، روسيه، سويډن او برتانيا هېوادونو کې هم ليدل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا