ژبه

غزني او لغمان کې د جرمونو په تور ۱۲ کسان نیول شوي

غزني ښار- مهترلام (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني او لغمان ولايتونو کې ١٢ کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ماين ايښودو، وژنو، غلا او ځورونو په تور نهه کسان نيولي دي.

ده وويل چې په نيول شوو کې درې کسان وسله وال طالبان دي چې غوښتل يې د ښار په منځ ماين ځاى پر ځاى کړي.

هغه زياته کړه چې له دغو درېيو نيول شوو طالبانو ماينونه او بې غږه تومانچې هم ترلاسه شوي دي.

د نوري په وينا، له پاتې نورو نيول شوو کسانو هم تومانچې او د ځورونې ځيني نور توکي ترلاسه شوي دي.

ده وويل چې نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى چې دوسيې به يې له بشپړېدو وروسته محکمې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د ښار په منځ او نورو سيمو کې غلاوې او د خلکو ځورونې ډېرې شوې دي.

هغه وايي: ((په ښار کې د غلو يوه ډله پيدا شوې چې په تېرو دوو اوونيو کې دوه موټر او د خلکو نور وسايل غلا کړي دي.))

خو بل لور ته د کورنيو چارو وزارت نصرت رحيمي وايي چې د پوليسو د پرله پسې فعاليتونو له امله په کابل ښار او نورو سيمو کې د وسله والو غلاوو او نورو جرايمو کچه ډېره را ټېټه شوې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې هم طالبان نيول شوي دي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د لغمان ولايت له مرکز مهترلام ښار څخه د وسله والو طالبانو يوه درې کسيزه ډله نيولې ده.

سرچينه وايي چې په نيولو شوو کسانو کې محمد رياض، نوراني او زړګى شامل دي.

login or register a new account.