کابل (پژواک، ۱۳سلواغه ٩۸): په تېره جنورۍ کې چې ځانمرګی برید په کې نه دی شوی، ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر د ډسمبر په پرتله ۳۶ سلنه، خو د تېر کال د جنورۍ میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه کم شوی دی.
دغه راز د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په جنورۍ کې ۹۵ بریدونه شوي، خو په وړمه (ډسمبر) میاشت کې ۱۲۴ او د تېر کال په جنورۍ کې ۱۳۱ بېلابېل وسله وال بریدونه شوي دي.
د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې جوړ شوي، ښيي چې په دغو بریدونو کې تېره جنوري، ۴۲۲ تنه وژل شوي، ۲۸۶ تنه ټپیان دي؛ وړمه (دسمبر) میاشت کې ۶۹۵ تنه وژل شوي، ۴۰۷ نور ټپیان دي او د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ۹۸۶ تنه وژل شوي او ۸۳۹ نور ټپیان دي.
د تېرې جنورۍ بریدونه
د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې له یادو بريدونو څخه ۳۵ دولتي ځواکونو، ۲۸ د دولت وسله والو مخالفينو، پنځه بهرنيو ځواکونو او ۲۶ ناپېژاندو وسله والو کړي او یو هم د پاکستان له لوري پر کونړ راکټي بريد دی.
دغه راز د پژواک راپورونه ښیي چې له هرو اوو تنو، څلورو ته په مخامخ نښتو، یوه ته په هوایي برید او پاتې نورو ته په چاودنو، هدفي وژنو او د درېیو چورلکو او یوې الوتکې په غورځېدو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ټولو ډېر (۲۲) بریدونه په فاریاب، اووه، اووه په کندهار او کندوز، شپږ، شپږ په هلمند او ننګرهار، پنځه، پنځه په بلخ، هرات او جوزجان، څلور، څلور په بغلان او غزني او درې، درې په کابل، خوست، اروزګان او زابل، دوه، دوه په فراه او تخار او یو، یو په کاپیسا، کونړ، لوګر، نیمروز، پکتیا، سمنګان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې شوي دي.
پژواک د جنورۍ په میاشت کې له بدخشان، بادغیس، بامیان، دایکنډي، غور، لغمان، نورستان، پکتيکا، پنجشېر او پروان ولایتونو څخه د بریدونو راپور نه دی ترلاسه کړی.
دغه راز تېره میاشت په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځانمرګي برید راپور نه دی ترلاسه شوی چې په وړمه میاشت (ډسمبر) کې درې او د تېر کال په جنورۍ کې څلور ځانمرګي بریدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یو کال راهیسې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې داسې راپورنه خپرېږي چې ګواکې دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کوي، خو تر اوسه یې په اړه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
پر جګړو د سولې خبرو اغېز
د چارو ځیني شنونکي هم په داسې حال کې د سولې یادې خبرې د جګړو د کموالي لامل بولي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې په لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
خو د پوځي چارو پوه متقاعد ډګر جنرال عبدالوهاب وردک وایي چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې روانې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې او په دغو خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار د تېرې میاشتې د بریدونو د کموالي مهم لامل دی.
خو د سياسي چارو شنونکی غلام جيلانی ځواک وايي چې د بريدونو د کموالي يو لامل موسمي وضعيت دی؛ ځکه چې معمولاً په ژمي کې بريدونه کمېږي.
خو هغه زياتوي چې د تېرې مياشتې يا په دې وروستيو کې د بريدونو د کموالي ستر لامل د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې او د دې خبرو پر مهال د تاوتريخوالي پر کموالي ټينګار دی.
ځواک زياته کړه: "په دې وروستیو کې واقعاً موږ د هېواد په لويو ښارونو کې د کوم ستر بريد شاهدان نه يو، واړه واړه بريدونه شته؛ خو هغه بريدونه چې ستره مرګ ژوبله ولري، نه دي شوي؛ نو داسې ښکاري چې د جګړې ښکېلې خواوې، هغه که طالبان دي، بهرني ځواکونه او يا هم افغان ځواکونه په تاوتريخوالي کې يې کمی راوستلی دی؛ يعنې بريدونه کم شوي دي."
مرګ ژوبله
د پژواک راپورونه ښيي چې د تېرې میاشتې په ۹۵ بېلابېلو بريدونو کې ټول ۴۲۲ کسان وژل شوي او ۲۸۶ نور ټپيان دي. په داسې حال کې چې په وړمه (ډسمبر) کې ۶۹۵ کسان وژل شوي او ۴۰۷ نور ټپیان وو.
په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
var divElement = document.getElementById('viz1580552278521'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='420px';vizElement . . .










