کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د افغانستان د فوټبال او سعودي عربستان فوټبال فدراسیونونو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کی راغلي چی د سعودي عربستان د فوټبال فدارسیون مسوولینو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ له پلاوي سره په کتنه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د عربستان هېواد فوټبال فدراسیون مسوولینو د افغانستان د فوټبال فدراسیون وروستۍ لاسته راوړنې په نېکۍ یاده کړې او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پلاوي ته یې د نورو همکاريو ژمنه ورکړه.
د هېواد فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر، د سعودي له همکاریو د مننې ترڅنګ د دغه هوکړه لیک لاسلیک او همکاري د هېواد د فوټبال د ودې لپاره ډېر ګټور وبلل او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
خبرپاڼه کې راغلي، د تمریني کمپونو ترسره کول، د مدیریت، بازارموندنې، اداري، د مربي ډلې، ریاست او نورو برخو کې د روزنیزو ورکشاپونو ترسره کول هغه څه دي چې د سعودي عربستان فدراسیون د افغانستان د فوټبال له فدارسیون سره به د دې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










