منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست کې د فزيوتراپۍ د زده کړې مرکز فعاليت پيل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په خوست ولايت کې د فزيوتراپۍ د زده کړې دوه نیم کلن مرکز په فعاليت پيل وکړ.

د فزیوتراپۍ دغه مرکز چې د ناروې په مالي ملاتړ يې په خوست کې په فعاليت پيل وکړ، څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دى.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري وایي، چې دوی د روزنې دوه برخې لري چې یوه د نارينه وو او بله هغه يې د ښځو لپاره ده.

هغه زياته کړه: ((په دې مرکز کې تر شلو پورې محصلين زده کړې کوي، چې شپږو ولايتونو خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، غزني او ميدان وردګو ولايت څخه دي. له دې سره به په دغه ولايت کې د فزيوتراپۍ د برخې اړتيا رفع شي.))

په افغانستان کې د ناروې د روغتیا او زده کړو د برخې مسوول تاریا وایي، دا په افغانستان کې د فزیوتراپۍ په برخه کې د راتلونکو څو نورو کلونو لپاره د کارکولو لومړۍ ګام دی.

د هغه په وينا، چې له دې سره به په هېواد کې دننه د مسلکي او باتجربه فزيوتراپانو د کمښت ستونزه چې دا مهال ډېره احساسيږي، تر يوه بريده راکمه شي.

ده ه زياته کړه: ((نن ورځ دا یو لوی او لومړنی ګام دی، چې د راتلونکو څو کلونو لپاره اخیستل کیږي، تاسو به د نارویژن کمېټې له لوري په خوست ولایت کې د روغتیا او زده کړو په برخوکې نور کارونه هم وګورئ.))

ورته مهال د جمشيد او نعمت الله په نومونو د فزیوتراپۍ دوه تنه محصلین وایي خوښ دي، چې په دې برخه کې زده کړې کوي او په دې برخه کې د عملي زده کړو ټول لوازم او اړین توکي ورته برابر شوي دي.

ددوی په وینا، چې ترفارغېدو وروسته خپل مسلک ته ژمن پاتې کیږي او د خپلو هېوادوالو خدمت به کوي.

دوی وايي: ((موږ کولی شو چې په فزيکي ډول باندې د انسانانو درملنه وکړو، په دې کې موږ له درملو سره سرو کار نه لرو، بلکې د فزيکي ماشين الاتو په وسيله يې درملنه کوو. زموږ هېواد کې فزيوتراپۍ ته ډېر اړتيا ليدل کيږي، ځکه دلته معلولين او معيوبين بېخي زيات دي او موږ کولی شو له دې لارې له هغوی سره مرسته وکړو.))

په افغانستان کې په ځانګړي ډول په کلیوالي او اطرافي سیموکې اوس هم خلک د فزیوتراپۍ په برخه کې درملنه تر ډېره د دودیز یا کلیوالي طبابت له مخې ترسره کوي، چې د روغتیا پرځای یې زیان ډېر وي.

خو د مسوولینو په وینا چې دا او دې ته ورته مسلکي زده کړې به د کلیوالي طبابت مخه ونیسي او د غیرمسلکي طبابت ځای به مسلکي فزیوتراپۍ ته پاتې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا