ژبه

د کرکټ بورډ مشر: مشران لوبغاړي دې د خپلې راتلونکې په اړه تصميم ونيسي

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): د کرکټ بورډ عمومي رييس لوبغاړو ته ګواښ کړى چې که د غوراوي کمېټې پرېکړو ته درناوى ونه لري، نو له اصولي چلند سره به مخ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمومي رييس فرهان يوسفزي دا څرګندونې له ملي لوبغاړو سره پرون په يوه ناسته کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي، د غوراوي کمېټې مشر او يو شمېر نورو مسوولينو هم ګډون درلود.

عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپلو څرګندونو کې وویل چې ټول لوبغاړي بايد د اسیا راتلونکي جام او شل اوريز نړيوال جام سياليو ته بشپړ چمتووالی ونيسي.

هغه زياته کړه چې د دغو سياليو د تمريناتو لپاره ټولې اسانتياوې برابروي او له لوبغاړو سره نورې ټولې شوې ژمنې به هم عملي کوي.

يوسفزي ويلي: ((ملي لوبغاړي د دې وړتيا لري چې اسيا جام د افغانستان په نوم ثبت کړي، دغه راز له ټولو لوبغاړو هيله لرم چې د غوراوي کمېټې پرېکړو ته بشپړ درناوی ولري.))

نوموړي لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه چې د ستونزو پر مهال دې د غوراوي کمېټې مسوول، اجراييوي رييس او يا دې نېغ په نېغه له ده سره شريکوي، څو ورته د هواري لارې چارې پيدا کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس د مشرانو لوبغاړو پر راتلونکي هم خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د هغه په وينا، مشرانو لوبغاړو ته پر کرکټ لوبې سربېره ځينې نورې اداري برخې هم اړتيا لري او هيله ده دوی دغه تشې  ډکې کړي.

يوسفزي زياته کړه: ((لوبغاړي پر دې پوهېږي چې دوى نور څومره د کرکټ لوبه کولى شي. ژوند ځيني مراتب لري او بايد په يوه غوره وخت کې تصميم ونيسو او مسوولیتونه د المپيک د څراغ په څېر يو بل ته ولېږدو او يو بل ته تېرشو .))

هغه مشرانو لوبغاړو ته په اشارې سره وويل چې بايد ځينې وخت سختې پرېکړې وشي، که چېرې داسې ونه شي شاته پاتې کېږي .

ده زياته کړه: ((زه غواړم له تاسو په نورو اړينو برخه کې ګټه واخلم او هر ډول اسانتياوې درته رامنځته کړم.))

login or register a new account.