منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بامیان کې د ژمنيو ورزشونو درېيمه جشنواره پیل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

 

بامیان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د بامیان په بند امير کې د ژمنۍ لوبو درېیمه جشنواره د اسکي، اسنوبورډ، غره ختنې او کرولینګ څانګو د ۳۰۰ لوبغاړو  په ګډون پیل شوه.

په بامیان کې د ژمي د ورزشونو اتحادیې مسوول اسدالله باتوري پژواک ته وویل  ياده جشنواره چې د بند امیر په تفریحي پارک کې ترسره کېږي، د بامیان، کابل، پروان، میدان وردګو، پنجشېر او غزني ولایتونو ورزش کارانو ګډون کړی دی.

د نوموړي په وينا، د جشنوارې د پرانيستې مراسم پرون (د سلواغې ۲۲) د کرولینګ، اسنوبورډ او اسکي لوبغاړو په نمایشونو پیل خو د واورې د ډېر ورښت له امله لوبې ځنډول شوې دي.

سرچینه زياتوي چې په دې جشنواره کې ۳۰۰ لوبغاړو چې ۶۸ نجونې او پاتې نور هلکان دي، برخه اخیستې ده.

د یکاولنک ولسوال عظیم فرید پژواک ته وويل: ((د دې برنامو پرانیستل پر ورزشي، اقتصادي، کلتوري او تولنيزو برخو مثبتې اغېزې لري او د داسې برنامو په رامنځته کولو د ځوانانو او هېوادوالو ترمنځ يووالی رامنځته کېږي.))

د اسنوبورډينګ لوبغاړې زهرا حکیمي پژواک ته وويل: ((کله چې بامیان ته دغه لوبو لپاره راتلم، نو اندېښمنه وم خو اوس خوشحاله يم امنیت، نیولی شوی او هېڅ ستونزه نشته.))

د اسنیټ دفتر د غره ختنې  ښوونکې شګوفه بیات پژواک ته وویل چې موخه یې بامیان ته د راتک په جشنوارې کې د ګډون او د لوبغاړو لیدل ول.

هغه زياته کړه چې بامیان د ژمنیو لوبو لپاره مناسبه فضا لري او د داسې جشنوارو پرانیستل به د توریزم صنعت ته ګتور  وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې