منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د عامې روغتیا وزارت دې له ایران سره سرحد کې د کرونا مخنیوي لپاره اقدامات وکړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨): د ملي امنيت شورا د کرونا د مخنيوي کاري کمېـټه وايي چې د عامې روغتیا وزارت دې له ايران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنيوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرو ته د سفر اجازه ورکړل شي.

د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي کاري کمېټې پرون ناوخته خپله لومړۍ ناسته وکړه او له ايران سره يې د تګ راتګ او د اړوندو افغان وزارتونو د کارونو، بهترې امادګۍ او ښې همغږۍ په اړه بحث وکړ.

هغه زياته کړه، دغه کاري کمېټه د ملي امنیت شورا د فوق العاده امنيتي غونډې د پرېکړې پر اساس چې د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره د اړوندو وزارتونو ترمنځ د ښې همغږۍ لپاره د امنیت شورا په دفتر کي جوړه شوې وه، رامنځته شوه.

فيصل وايي، کاري کمېټې په خپلې لومړنۍ غونډه کې د هېوادوالو د سلامتۍ او د پولې په دواړو خواوو کې منتظرو مسافرو ته د اسانتیا لپاره ځينې پرېکړې وکړې.

د نوموړي په وينا، د کاري کمېـټې د پرېکړې له مخې،  د مسافرت لړۍ دې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتيايي لارښوونو په نظر  کې نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او  د بهرنیو چارو له وزارت سره په تفاهم مخې ته ولاړه شي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي، عامې روغتیا وزارت دې له ايران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنيوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرو ته د سفر اجازه ورکړل شي.

جاوېد فيصل زياتوي، د پرېکړې له مخې، ټول هغه مسافر چې له داسې ساحو افغانستان ته سفر کوي، چې په کې د کرونا ويروس زیات شمېر پېښې ثبت شوې او د روغتيا وزارت د مشخصاتو پر اساس د صحي قرنطین وړ وي، بايد ژر تر ژره په ځانګړو ساحو کې قرنطین شي.

د هغه په وينا، د کمېټي د پرېکړې له مخې، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف دي چې د دې پرېکړو په تطبیق کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري او همغږي وکړي.

د يادونې ده، د عامې روغتيا وزارت پرون اعلان وکړ چې په هرات ولايت کې د کرونا يوه مثبته پېښه شوې او په دغه ولايت کې يې بېړنی روغتيايي حالت اعلان کړى دى.

دغه راز د هرات د پوهنې رياست په ټول ولايت کې خصوصي او دولتي ښوونځي تر امر ثاني پورې رخصت کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا