منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“علما دې د کرونا ویروس په اړه د خلکو د پوهاوي برخه کې لاس په کار شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

 کابل( پژواک، ۸کب ۹۸) : د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغانستان له ټولو علماوو وغوښتل چې په هېواد کې د کرونا ویروس د پېژندنې، درملنې او له دغې ناروغۍ څخه د ژغورنې په اړه خلک خبر کړي.

د کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اووهان ښار کې پیدا شو.اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ شاوخوا ٣٠ هېوادونو ته رسېدلی دی.

له دې ويروس څخه تر اوسه په چين کې شاوخوا٢٧٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٩٠ زره کسان پرې اخته شوي دي. د  افغانستان په هرات ولایت کې هم د دغې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د انسجام ريیس فضل کریم سراجي نن په کابل کې د لسګونو علماوو یوې غونډې ته وویل، د حج او اوقافو وزارت دغه غونډه په هېواد کې د کرونا ویروس په برخه کې د علماوو د ونډې اخیستو په اړه رابللې ده ترڅو په دې اړه د خلکو د پوهاوي لپاره لاس په کار شي.

دی وايي چې د افغانستان ټول دیني علما باید په جوماتونو کې د وعظ له لارې خلک خبر کړي چې کرونا یو خطرناک ویروس دی.

هغه زیاتوي:" علماء دې د کرونا موضوع جدي ونیسي، له وقایوي درملنې او د ستونزو په اړه له مسنونو دعاګانو باید خلک خبر کړي، ترڅو هرڅوک ځان وساتي."

سراجي زیاته کړه، څنګه چې رسول الله (ص) فرمایلي، کوم ځای کې چې وبا خپره شوې وي هلته مه ورځئ او مه ترې چېرته وځئ ترڅو خدای مه کړه وبا خپره نه شي، له همدې امله خلک باید له خپلوانو وغواړي چې له ایران څخه دې افغانستان ته نه راځي او که ډېره اړتیا نه وي نو ایران ته سفر هم مه کوئ.

ده په دغه غونډه کې د روغتیا وزارت پر مسوولینو غږ وکړ چې له بهر هېوادونو څخه دې د غوښو راواردول ودرول شي.

د هغه په خبره:"څوک نه پوهیږي چې دغه کومې غوښې دي او څنګه حلالیږي؟."

د کابل ښار پنځمې ناحیې د سید مقصود شاه د جومات ملا امام پژوک خبري اژانس ته وویل چې د سبا ورځې( جمعې) د خطبې لپاره ورته همدغه موضوع ورکړل شوې چې له خلکو سره به د کرونا له ویروس څخه د ژغورنې په اړه خبرې وکړي.

دی وايي: "دا د هر ملا امام دنده ده چې له خلکو سره د ژوند په اړینو او ستونزمنو مسایلو له نږدې خبرې وکړي."

د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان وویل، د ژوند په ټولو چارو کې د حکومتونو تر څنګ د علماوو ونډه مهمه ده؛ ځکه علما د ټولنې له خلکو سره ډېرې نږدې اړیکې لري او د هغوی خبرې پرې ژر اغېز کوي.

دی وايي چې افغانستان کې د کرونا له ۲۰ ازمیښتي پېښو په هرات کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او د هغه کس روغتیا د ډاډ وړ ده.

هغه زیاته کړه: "بیا هم وېره موجوده ده، خو که ټول علماء د عامه پوهاوي لپاره ګده همکاري وکړي نو هیله مندي شته چې بله کومه مثبته پېښه به ونه لرو."

د روغتیا وزارت دغه چارواکي له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په اړه وویل:"د ورځې په اوږدو کې باید څو وارې لاسونه پرمینځل شي، څوک چې ریزش وي له هغه څخه ځان ساتنه په کار ده، له جدي اړتیا پرته روغتونونو ته مه ځئ، د بدن مقاومت مو لوړ وساتئ او څوک چې د شکر، زړه او سرطان ناروغۍ لري هغوی دې ډېر محتاط و اوسېږي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا