منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​په کندهار کې د ماین چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

کندهار (پژواک، ١٠ کب ٩٨): د کندهار امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور پولیس وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

پېښه یو ساعت مخکې څلور بجې د دغې ولسوالۍ په څاه ګي سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک اژانس ته وویل، د پولیسو پر رینجر موټر هغه مهال د ریموټ کنټرول چاودنه شوې چې پوستې ته یې خوراکي توکي وړل.

دی وايي، په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي، یو ټپي شوی او موټر ویجاړ شوی دی.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ په اوږدو کې دا څووم برید دى چې د طالبانو له خوا تر سره کېږي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه