ژبه

نظرپوښتنه: بندیان دې له بین الافغاني خبرو وروسته خوشي شي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ٩٨): د پژواک انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۶۷ سلنه خلک له بین الافغاني خبرو مخکې د دواړو لورو د بندیانو له خوشي کېدو سره موافق نه دي، خو ۳۳ سلنه نور وایي چې بندیان باید له یادو مذاکراتو مخکې خوشي شي.

امریکا او طالبانو د سولې له اوږدو خبرو وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د کب میاشتې په لسمه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه تړون له مخې، ټاکل شوې د کب په شلمه د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د هوکړې په یوه برخه کې راغلي: «متحده ايالتونه د اعتماد جوړولو د يوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګي او تاييد، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر يوه پلان سملاسي کار پيل کړي چې جنګي او سياسي بنديان په چټکۍ خوشې شي. تر پنځه زره پورې د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، بنديان او تر زرو پورې د بلې غاړې بنديان به په ٢٠ د حوت ١٣٩٨ تاريخ، د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ پورې، خوشې شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې درېيو مياشتو کې پاتې ټول بنديان خوشې شي. متحده ايالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، ژمنه کوي چې د هغوى خوشې شوي بنديان به په دې توافقنامه کې شوو مسووليتونو ته ژمن وي او د متحده ايالتونو او د هغوى د متحدينو امنيت ته به ګواښ نه پېښوي.»

خو ولسمشر محمد اشرف غني د بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت کړی، ویلي یې دي چې دغه چاره وخت او هر اړخیزو خبرو ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې طالب چارواکي د هوکړې د یادې مادې پر پلي کېدو ټینګار کوي.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوک پاڼه کې په دې اړه نظرپوښتنه ترسره کړه.

په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې یادې پوښتنې ته  ۱۹۷۰۰ کسانو ځواب ویلی.

د ځواب ویونکو ۶۷ سلنه ویلي بندیان دې له بین الافغاني خبرو مخکې نه خوشي کېږي.

دغو کسانو په دې اړه تبصرې هم کړې دي.

نجاد شېرزاد د یادې پوښتنې په ځواب لیکلي: «نه هېڅکله هم! ځکه افغان دولت په تېر لوی اختر کې هم ۸۸۹ تنه طالب بندیان خوشي کړل، خو هغوی بېرته ځانمرګو بریدونو او جګړو ته مخه کړه.»

شعیب بیدار لیکلي: «د دولت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل د بې ګناه افغانانو په حق کې جفا ده، لومړی باید اعتماد رامنځته شي او وروسته له هغې د دواړو خواوو بندیان خوشي شي.»

میرویس اریایي بیا وایي: «امریکا او طالبانو د پردو تر شا نورې پټې معاملې هم کړي دي او تر څو چې د دغو پټو معاملو په اړه افغانانو ته معلومات نه وې ورکړل شوي باید د طالبانو بندیان خوشي نه شي.»

خو ۳۳ سلنه کسانو بیا په دې اړه ویلي چې بندیان دې له مذاکراتو مخکې خوشي شي.

حیات خالق یار لیکلي: «د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو پیلېدو مخکې باید بندیان خوشي شي او داوړه خواوې د سولې لپاره په رښتینې توګه کار وکړي څو نور د خارجیانو مخه و نیول شي.»

محمد یعقوب سحر هم وایي: «زندانيان بايد خوشي شي؛ ځکه اصلي ستونزه امريکا وه، هغه ناکامه شوه، نور بايد افغانان سره خپلو کې جوړ شي او افغانستان په خپله سره جوړ کړو.»

احسان الله صدیق بیا لیکلي: «د اعتماد جوړوني بهیر تقاضا همدا ده چې بندیان خوشي شي او کله چې د امریکا او طالبانو توافق وشو، موږ افغانان په اسانۍ کولای شو هوکړې ته ورسیږو.»