غزني ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٨): د غزني والي ادعا کوي چې په روان کال کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې ١٧ سوه وسله وال طالبان وژل شوي او د پنځو سوو په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني والي وحيدالله کليمزي د کب په ١٣مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د روان کال په اوږدو کې افغان امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د طالبانو پر وړاندې اته سوه عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د ٨٢ ډلمشرانو په ګډون ١٧ سوه وسله وال طالبان وژل شوي چې ٧٠ يې بهرنيان دي.
د والي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې پنځه سوه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او دوه سوه يې ژوندي نيول شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه عمليات په غزني ښار او ولسواليو کې یې ترسره شوي چې امنيتي وضعيت هم ورسره ښه شوى دى.))
د کليمزي په وينا، په دغو عملياتو کې ٨٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٤٦ نور ټپيان شوي دي.
کليمزى وايي چې په روان کال کې د وسله والو طالبانو له لوري د چاودونو او ځانمرګو بريدونو په پايله کې ٣٥٠ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني والي زياتوي چې د دغه ولايت په جاغوري، قره باغ او مالستان ولسواليو کې يې څلور بېزونه جوړ کړي او سيمه ييزه اردو يې په کې ځاى پر ځاى کړې ده.
د والي په خبره چې د سږ کال په اوږدو کې يې د نشه يې توکو او چرسو ۵۰ کارخونې هم له منځه وړې دي.
خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي بيا په دغه ولايت کې له نا امنۍ شکايت کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د قره باغ ولسوالۍ په مشکي او د مقر ولسوالۍ په لړمې سيمه کې له څو مودې راهيسې وسله وال طالبان د کابل- کندهار پر عمومي سړک چيک پاينټونه جوړ کړي او خلک تلاشي کوي.
دغه راز د کابل- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي محمد انور پژواک ته وويل: ((هو، څو ځايه طالبان په لار کې ولاړ وي، څو ورځې وړاندې يې زما يوه سپرلى چې دولتي کارت يې درلود، ښکته کړ او نا معلوم لوري ته يې بيولى دى.))
login or register a new account.