منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“خلک دې د کرونا د مخنيوي په موخه د نوروز پرمهال غونډو کې ګډون نه کوي”

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۸):د عامې روغتيا وزارت له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د نوي کال د نمانځلو پرمهال په غونډو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کب په ۱۵ مه کابل کې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

هغه وويل: ((د کرونا د سرايت د مخنيوي په موخه هېوادوال بايد د نورزو په ورځو کې په غونډو او مېلو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي.))

وزير اندېښنه وښوده چې هره ورځ له ایران څخه دوه زره کسان په زور را ايستل کيږي چې د کرونا ویروس د انتقالولو اندېښنه ورسره ډېره شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ٨٠ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

وزير دا هم وويل چې په تېر مالي کال کې يې د اداري فساد اړوند ٦٠ قضيې عدليي او قضايي ارګانونو ته راجع کړې دي.

کرونا ویروس شاوخوا دوه میاشتې مخکې د لومړي ځل لپاره د چین په واهان  ښار کې خپورشو چې له هغه وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ نږدې ۳۰ هېوادونو ته ورسېد.

خو تر اوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ یواځې یوه مثبته پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا