منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د ګوزڼ په اړه عامه پوهاوي ٢٠٩ کارکوونکي له دندو لرې شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): د خوست يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پوليو پر ضد د عامه پوهاوي د ۲۰۹ مسوولينو له دندو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي.

د دوی په وينا، دا کسان داسې مهال له دندو ګوښه کېږي چې د ګوزن ناروغۍ ويروس محوه کېدو ته نږدې شوی او وايي که په دې برخه کې پراخ پوهاوی ونه شي، ښايي د پوليو ويروس د له منځه وړو پروسه له خنډونو سره مخ شي.

ياد کسان د دغه ولايت په عليشېرو، سپېره او ګربزو ولسواليو کې د يونيسف له لوري ګومارل شوي وو چې خلکو ته يې د پوليو ويروس د خطر او د واکسين د اهميت په تړاو په کليو او بانډو کې معلومات ورکول.

د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله په دې هکله وايي: ((ډېره وېره شته چې که ماشومانو ته د پوليو واکسين ور نه کړل شي، نو د پوليو د يروس خطر ډيريږي. غوښتنه مو دا ده چې دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دوی د ماشومانو راتلونکي په اړه فکر وکړي.))

د حفيظ الله په نوم د ګربزو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي پژواک اژانس ته وويل د عامه پوهاوي دغو کسانو خلکو ته د پوليو د ويروس په تړاو ډېر ښه معلومات ورکول، خو اوس کېدای شي په دې سره د عامه پوهاوي پر پروسې منفي تاثير ولري.

هغه وايي: ((که چېرې خلکو ته عامه پوهاوی ونه شي، ممکن په دې سره د پوليو چې يوه ناعلاجه ناروغي ده، خطر يې ډېر شي.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم وايي چې د پوليو ويروس پر ضد د عامه پوهاوي د يادو مسوولينو ګوښه کېدو دوی هم اندېښمن کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی مرکزي ادارې سره په تماس کې دي او په دې هڅه کې دي، چې څه ډول دا ستونزه له منځه يوسي.

دی وايي: ((ممکن د عامه پوهاوي دا پروګرام بېرته فعال شي، خو په تغيير سره او بله خبره دا ده چې په سرحدونو کې هغه ماشومان چې خوست ته داخليږي، موږ د پوليو واکسينو د تطبيق پرته هغوی ته اجازه نه ورکوو چې افغانستان ته داخل شي.))

بل پلو په افغانستان کې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر سيد کمال شاه وايي چې دغه کسان تېره مياشت د مالي ستونزو له امله له دندو لرې شوي دي.

هغه پژواک سره په خبرو کې د عامه پوهاوي د يادو ټولو کسانو فعاليتونه او هڅې وستايل، خو زياته يې کړه چې د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي يو شمېر نور پروګرامونه هم د تطبيق په حال کې دي.

ده زياته کړه: ((د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه جريان لري او کوښښ کوي چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي چې ډېر موثر واوسي. په دې ضمن کې هغه د مشورې پروسه تر کار لاندې ده.))

د یادونه ده، په روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان د پوليو دوه مثبتې پېښې، یوه په هلمند او دويمه په زابل ولایت کې رامنځته شوې، خو تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا ٢٠ پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا