کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): د عامې روغتیا وزير وايي که څه هم په هېواد کې د کرونا ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې خو يوه پېښه يې هم داسې نه ده چې د هېواد دننه له يوه شخص څخه بل ته يې سرايت کړى وي.
دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کب په ۱۷مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې تر اوسمهاله په هېواد کې کرونا ۱۱۹ شکمنې پېښې ثبت شوې چې څلور یې مثبتې دي.
د عامې روغتيا وزير وايي: ((د خوښۍ خبره همدا ده چې تر اوسه د ویروس سرایت په ټولنه کې نشته او څلور ټولې پېښې د بهر څخه راغلي دي.))
ده ویل که چېرې ویروس د هېواد دننه خپور او خلکو ته سرایت وکړي نو بيا د ډېرې اندېښنې وړ ده.
نوموړي د هرات پر اوسېدونکو غږ وکړ چې له دې وروسته دې په عمومي ځایونو، غونډو او د خلکو له ګڼې ګوڼې ځانونه لرې وساتي.
فېروز وايي چې له دې وروسته باید په هرات ولایت کې ښوونځي، پوهنتونونه، حمامونه او د ګڼې ګوڼې نور ځایونه ټول وتړل شي.
همدارنګه ده وویل چې په هرات ولايت کې د کرونا ويرويس د مخنيوي په موخه به د غه ولايت په هوايي ډګر، ګمرک او ځیني نور اړین ځايونو کې د عفونيت ضد درمل وپاشل شي.
د فېروزې په وینا، که چېرې خلک د عامې روغتیا لارښوونو ته پام ونه کړي او ویروس يې خپور شي نو اندېښنې به هم ورسره ډېرې شي.
نوموړي له دیني عالمانو، مدني فعالانو او رسنیو وغوښتل چې له عامې روغتیا وزارت سره د لارښونو په خپرولو او عملي کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید مایار نن سهار پژواک ته ویلي وو چې په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په افغانستان کې د دې ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسېده.
د يادونې ده، د کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې پيدا شو چې اوس تقريباً د چين د ټولو ښارونو په ګډون د نړۍ په ٩١ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پر دې ناروغۍ څه دپاسه سل زره خلک اخته شوي چې له دې ډلې څخه يې څه دپاسه ٣٣٠٠ تنه مړه ، ٤٠ زره يې تداوي شوي او نور تر درملنې لاندې دي.
تر چين وروسته زيات کسان په ايران او ايټاليا کې پر دې ناروغۍ اخته او مړه شوي دي.
روغتيا پالان وايي چې ددې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو ښه لاره پر صابون د لاسونو پريمنځل او د ماسک کارول دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










