جلال اباد (پژواک، ١٧ کب ٩٨): د ننګرهار والي وایي، افغانان د پردو له خوا، د پردۍ جګړې لپاره وجنګېدل، اوس د نظام د با ثبات ساتلو په موخه په کار ده چې دا تپل شوې جګړه په خپل منخي يووالي سره له خپل کوره و ايستل شي.
شاه محمود میاخېل دا څرګندونې نن (د کب ۱۷مه) د ننګرهار د ملي امینت په رياست کې د دغه ولایت ولسي ځواک (پاڅون کوونکو) له مشرانو سره په يوه غونډه کې وکړې .
هغه د ولسي ځواک د قربانیو قدرداني وکړه او ويې ويل چې دوی د ننګرهار د امنیت په ساتلو او ترهګرو ځپلو په برخه کې رښتيني اتلان دي.
والي زياته کړه چې د دغه نظام او وطن د ساتنې لپاره افغانستان همداسې اولادونو ته اړتيا لري.
مياخېل وايي، په افغانستان کې ترهګر د جګړې مقاومت نه لري، سړه جګړه کې يې پيل شوې پروپاګندا هم ولس ته معلومه شوه چې جګړه يې جهاد نه، بلکې تاوتریخوالی و او تر دې مهاله يې ترسره کړي وحشتونه هم واک ته د رسېدو په موخه وو.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې پيل شوې جګړه پردۍ ده، خو د افغانانو په لاس ترسره کېږي، نو لازمه ده چې افغانان په خپل منځي يووالي سره د پردیو له خوا تپل شوې جګړه له خپلو کورونو وباسي .
والي زياته کړه چې وسله والو طالبانو د خوږیاڼو او شېرزادو له کانونو د کال ۴۶ ميليونه ډالر او جلال اباد ـ تورخم لويې لارې په اوږدو کې او کانال فارمونو څخه يې د کال ۱۴ ميليونه ډالر ترلاسه کول چې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره يو ځای د همدغه ولسي ځواک په مرسته د يادو عوايدو مخنيوی وشو.
خو مياخېل ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان دې ولس ته وښيي چې ياده بودجه یې په کوم ځاى کې او د څه لپاره مصرف کړې ده .
د ننګرهار د ملي امنیت رييس ډګر جنرال نظرعلي واحدي وویل، تېر کال ترهګرو په دغه ولایت کې د خلکو پر جنازو، جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو او او نورو اسلامي او کلتوري ځايونو بریدونه کول، خو امنیتي ځواکونو له ولسي پاڅون کوونکو سره يو ځای د ترهګرو ځالې له منځه يووړلې او خلکو ته یې یو ځل بیا په سکون سره د ژوند کولو زمینه برابره کړه .
هغه د دغه ولایت ۱۴ ولسوالیو ولسي پاڅون کوونکو مشرانو ته لارښوونه وکړه چې له وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو سره خبرې وکړي، څو له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره په یو ځای کېدو د پردیو له غلامۍ ځان خلاص کړي .
د ولسي پاڅون کوونکو يو مشر حسن خان وویل، وسله والو طالبانو له بېلابېلو سیمو راټول کړي عواید بېرته د وطن په ورانۍ مصرفول، سړکونه، ښوونځي او نورې ابادۍ یې ورانولې او ان په خپلو سیمو کې یې ډېرو پروژو ته د پلې کېدو اجازه نه ورکوله .
د ولسي پاڅون کوونکو په استازیتوب حاجي معاون، اعجاز خان ژمنه وکړه چې د خپلو سیمو ترڅنګ د مسوولینو په سپارښتنه د هېواد په نورو سیمو کې هم د دښمن ماتولو ته ژمن دي او په وینا یې که امکانات ورنه کړل شي، بیا هم د سیمو د مخورو په توګه د خپلو کلیو او بانډو د امنیت ساتنه کوي .
د یادونې ده، د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې ولسي پاڅون کوونکي د امنیت په تامین کې د مهم ځواک په توګه دنده ترسره کړې ده .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










