منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سمنګان د ځینو سیمو ښوونیز مرکزونه د کرونا د مخنیوي په موخه تړل شويد

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

 

ايبک (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): په سمنګان ولایت کې د کرونا ویروس د دوو مثبتو پېښو له ثبت وروسته په دغه ولایت کې د یاد ویروس د مخنیوي په موخه د دغه ولایت په مرکز، فیروزنخچیر او روی دواب ولسوالیو کې ښونیز مرکزونه رخصت شوي دي.

په دوو وروستیو ورځو کې په سمنګان ولایت کې د کرونا ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې مخکې د دغه ویروس پنځه مثبتې پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوې وې.

پر یاده ناروغۍ اخته اووه واړه داسې کسان دي چې تازه له ایرانه راغلي دي؛ هغه هېواد چې یاده ناروغي په کې خپره شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي چې په سمنګان ولایت کې هغه دوه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته شوي، یو یې د فیروزنخچیر او بل یې د روی دواب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د سمنګان د پوهنې رییس عبدالمتین سروري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سمنګان د رهبري پلاوي د سپارښتنې پر اساس، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په مرکز ایبک ښار او فیروزنخچیر او روی دواب ولسوالیو کې ښوونیز مرکزونه تر امر ثاني پورې رخصت شوي دي.

د هغه په وینا، پر ټولو ښوونیزو مرکزونو سربېره، په یادو سمیو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د لیاقت، مشروطۍ او معذرتي ازموینې هم تر دویم امر پورې معطل دي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د مرکز او ولسوالیو ټول ښوونځي د کب میاشتې تر وروستیو رخصت وو او د ۱۳۹۹ ښوونیز کال د پیل په اړه به وروسته لازمه پرېکړه وشي.

د یادولو ده چې د کرونا ویروس له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې په لومړي ځل د چین په واهان او وروسته د نړۍ ډېرو هېوادونو ته خپور شو. د راپورونو له مخې، پر دې ناروغۍ تر ټولو ډېر خلک په چین او اېټالیا کې اخته دي.

د راپورونو پر اساس، تر اوسه پر دې ناروغۍ له سل زره ډېر کسان اخته شوي چې له دې ډلې له ۳۳۰۰ ډېرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰زره نور یې له درملنې وروسته روغ شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

خو راپورونه ښیي چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو مړینه او هغه کسان چې تازه په یاده ناروغۍ اخته کېږي، په چین کې مخ په کمېدو دي.

روغتیا پالان وایي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید له ماسک څخه د ګټې اخیستو ترڅنګ د ورځې څو ځلې لاس پر صابون ومینځل شي او له لاس ورکولو او مچې کولو دې ډډه وشي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا