جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په ګاونډي هېواد ايران کې د کرونا ويروس زياتوالي افغانستان ته ورځ تر بلې د دغې ناروغۍ د راتګ خطرونه زيات کړي دي.
خو ددغه وزارت چارواکو ډاډ ورکړى چې په هېواد کې يې د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ممکنه تدابير نيولي او ډاډ يې ورکړ چې د امکان تر حده به دا ويروس پراختيا پيدا نه کړي.
د دغه وزارت خدماتي مرستيال د کب په ۲۱مه د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې د دغه ولايت له چارواکو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې دا ډاډ هم ورکړ چې تر اوسه په ننګرهار کې کومه مثبته پېښه نه شته او د دې ویروس د مخنیوي لپاره چمتوالی نيول شوی دی.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، یو شمېر ډاکټران يې دغه ويروس سره د مبارزې لپاره د زده کړو په موخه کابل ته لېږلي او نور تدابير هم نيول شوي دي.
د عامې روغتيا رياست خدماتي مرستيال فدا محمد پيکان چې ننګرهار کې يې د کرونا ويروس د مخنيوي د تدابيرو په تړاو کنفرانس کې خبرې کولې وويل، کرونا ويروس ۵۵ کاله کېږي چې پیدا شوى، خو په لسو وروستیو کلونو کې یې ډېر زیانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، شپږ سوه تنه له چین څخه هېواد ته په دغه موده کې راغلي چې ټول يې پر وخت معاينه شوي او له دغې برخې هيڅ خطر نه شته، خو وايي په ایران کې د دې ناروغۍ زیاتوالي افغانستان اغېزمن کړی او خطر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.
د پيکان د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ایران څخه نږدې ۵ زره کسان راځي چې ډېرى په لوېديځو او مرکزي ولایتونو کې ځای پر ځای کېږي.
هغه که څه هم د هېواد په کچه د دغې ناروغۍ د کنټرول لپاره د عامې روغتيا وزارت د تدابيرو له موجوديته خبر ورکوي، خو وايي چې تر ټولو خوندي لار د ځان ساتل دي.
دی وايي، ننګرهار کې تر اوسه کوم خطر نه شته، خو که په کې پېښه ثبت شوه نو تورخم لار به تړل کېږي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې به پر کرونا ويروس د ممکنه اخته کېدونکو کسانو د درملنې لپاره ډېر ژر سل بستریز روغتون پرانيستل شي او ټول امکانات به ورته ورسېږي.
ده زياته کړه، ټولو سرحداتو او هوايي ډګرونو کې يې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د خلکو د معاينه کولو لړۍ پيل کړې او تورخم دروازه هم تر جدي څار لاندې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني وويل، د عامه پوهاوي برخه کې همکاري اړینه ده، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
دی وايي، اوسمهال ننګرهار کې کومه پېښه نه ده تر سره شوې او يوازې تورخم ښارګوټي کې د اوو هغو کسانو معاينه شوې چې له چين څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ډاډ ورکړ چې د عامې روغتيا رياست سره به په ګډه په ننګرهار کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره کار کوي.
هغه وويل، په دغه برخه کې بشپړ تدابير نيول شوي او د پوهنې او يو شمېر نورې ادارې هم مکلفې شوي چې د روغتيا له رياست سره همکاري وکړي.
کرونا ويروس چې په چين کې يې پراختيا پيدا کړه اوسمهال د نړۍ ۱۱۵ هېواد ته خپور شوی، چې تر سل زره زیات کسان پرې اخته دي او نږدې څلور زره مړه شوي.
په افغانستان کې د دې ناروغۍ اووه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې ورغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې زیاتې پېښې له ایران څخه د راغلو ګډوالو دي ډېر خطر د افغانستان لوېديځ ته متوجه دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










