منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۸ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غزني کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې په غزني ښار کې د يوه مدني فعال په ګډون درې کسان ترور شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي محمد کاظم رسولي د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ترسره کېږي.

هغه وايي: ((په تېرو پنځو ورځو کې څو تنه په ښار کې دننه وژل شوي، له کلونو راهيسې دغه لړۍ راونه ده خو څوک يې مخه نه نيسي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې په غزني ښار کې ډېرى وخت امنيتي پوستو او  چک پاينټونو ته نږدې کسان ترور کيږي، خو مخه يې نه نيول کيږي.

همدارنګه مدني فعال محمد عارف فرهمند وايي، په دغه ولايت کې ډېرى وخت هغه خلک وژل کېږي، چې خلک پرې حساب کوي او د سر سړي وي.

هغه زياته کړه: ((دلته د دولتي کسانو ترڅنګ قومي مشران او مدني فعالان هم په نښه کېږي، دا يو لوى مشکل دى، حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د ترورونو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

بلخوا د غزني امنيتي مسوولين نه غواړي په دې اړه څه و وايي.

خو د ولايت مقام مطبوعاتي کارمند او د والي سکرتر عزيز عظيمي پژواک ته وويل چې په تېرو پنځو ورځو کې په دغه ولايت کې دوه پوليس او يو مدني فعال ترور شوي دي.

ده زياته کړه، په دغو کسانو کې د ګيلان ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان، مدني فعال حمزه غفارزوى او يو بل پوليس شامل دي.

عظيمي زياتوي چې ډېرى مهال دغه شان وژنې د شخصي دښمنيو له امله ترسره کېږي.

ده وويل چې امنيتي مسوولينو د يادو درېيو کسانو د وژلو په تور تر اوسه درې کسان نيولي او د نورو نيولو هڅې روانې دي.

نوموړى وايي، پوليس او نور امنيتي ارګانونه اړينې هلې ځلې کوي څو په دغه ولايت کې د پرله پسې ترورونو مخه ونيسي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې دغه شان ډېرى وژنې په طالبانو پورې هيڅ تړاو نه لري.

هغه زياته کړه: ((پخوا به ځيني کسان د طالبانو له خوا په نښه شوي وي، خو دغه درې تنه چې وژل شوي، طالبان په کې هېڅ لاس نه لري.))

د غزني د چارواکو د معلوماتو له مخې، پر يادو درېيو کسانو سربېره د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ١٨ کسان ترور شوي چې په تور يې تر شلو ډېر کسان هم نيول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه