منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): وروسته له هغه چې په هېواد کې د کرونا ويروس ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې ننګرهار کې پر دغې ناروغۍ د ممکنه اخته کېدونکو کسانو د درملنې لپاره سل بستريز روغتون جوړ شو.

دا روغتون د کب په ۲۲مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې جوړ او د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو او ننګرهار چارواکو له لوري پرانېستل شو.

د ننګرهار والي او په دې ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې مشر شاه محمود میاخېل وویل، په دې ولایت کې د اړونده ادارو له لوري په همغږۍ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه تدابیر جریان لري .

هغه زیاته کړه، د همدې تدابیرو په لړ کې نن د حج اواوقافو ریاست اړوند حاجي کمپ کې د عامې روغتیا ادارې په مرسته سل بسترونه فعاله شول او تر زر بسترو پورې نور هم چمتوالی لري .

مياخېل يو ځل بيا په خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لاسونو او غېږو ورکړې، بې ځایه غونډو کې د ګډون،پرله پسې ډول د لاسونو وینځلو او نورو برخو کې خپل چمتوالی ولري .

د ياد روغتون د پرانیستې پر مهال د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان يو ځل بيا اندېښنه وښوده چې ايران کې د کرونا ويروس پراختيا دلته هم اندېښنې ډېرې کړې دي.

هغه زياته کړه، افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو اووه مثبتې پېښې ثبت شوي چې هغه کسان  هم له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني خوښي وښوده چې تر اوسه په دې ولايت کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او ډاډ يې ورکړ چې دلته يې له دغې ناروغۍ سره د مبارز لپاره بشپړ چمتوالی نيولی دی.

کرونا ويروس چې په چين کې يې پراختيا پيدا کړه اوسمهال د نړۍ ١١٨ هېواد ته خپور شوی، چې تر  سل زره  زیات کسان پرې اخته دي او نږدې څلور زره مړه شوي.

د عامې ورغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې زیاتې پېښې له ایران څخه د راغلو ګډوالو دي،  ډېره ستونزه د افغانستان لوېديځ ته متوجه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا