منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې پر کرونا اخته لومړی کس روغ شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

هرات (پژواک، ۲۳ کب ۹۸): د هرات د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر کرونا اخته لومړني کس د روغېدو خبر ورکړی، ویلي یې دي چې دغه کس اوس د احتیاط لپاره په خپل کور کې تر مراقبت لاندې دی.

د کرونا لومړۍ پېښه د کب میاشتې په پنځمه په هرات ولایت کې ثبت شوې وه، وروسته له هغه څلور نور مورده په هرات او دوه په سمنګان ولایت کې ثبت شوي وو.

د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وايي چې پر کرونا د اخته لومړي کس روغتیايي حالت ښه شوی، دویمو معایناتو ښودلې چې د یاد کس په وجود کې دغه ناروغي منفي ده.

د هغه په خبره، دغه کس به تر درېیمو معایناتو پورې په خپل کې کور کې تر مراقبت لاندې وي څو ښه ډاډ ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه چې چې تر راتلونکې سې شنبې به د دغه ناروغ د درېیمې معاینې نتیجه هم مشخصه شي.

د هرات د عامې روغتیا رییس څرګنده کړه، که چېرې د یاد ناروغ درېیمه نتیجه هم منفي وه، نو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به رخصت شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا