کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هرات ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنۍ په موخه به ډېر ژر يو درې سوه بستريز روغتون چمتو شي.
دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کب په ۲۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۶۴ شکمنې پېښې څېړلو ته لېږل شوې دي چې ۲۴۲ يې منفي، ۲۱ مثبتې او یوه يې تر څېړنې لاندې ده.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ټولو ۲۱ پېښو، ۱۲ يې په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکنډي ولايتونو کې ثبت شوې دي.
فېروز وویل چې په هرات ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنې په موخه به ډېر ژر يو بل درې سوه بستریز روغتون هم چمتو شي چې د اړتیا پرمهال به يې د بسترونو کچه زرو ته هم لوړه کړاى شي.
نوموړي د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ځانګړې شوې بوديجې، شاوخوا نيمايي برخه به هرات ولايت ته ورکول شي.
هغه زیاته کړه چې د کرونا پر وړاندې مبارزه یواځې د عامې روغتیا وزارت دنده نه ده، په دغه برخه کې بايد ټول هېوادوال همکاري وکړي.
د وزير د معلوماتو له مخې، د کرونا ويروس وروستى نوم ساس کویډ ټو غوره شوى دى.
د يادونې ده چې د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته رسېدلى دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نږدې شپږ زره کسان مړه شوي او ١٦٠ زره نور پرې اخته شوي چې ډېر یې بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










