کابل (پژواک، ۲۶ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پنځه نورې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د یادو ناروغانو شمېر ۲۱ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکتر وحيدالله مايار د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نوو ثبت شوو پېښو، دوه په لوګر، دوه په هرات او یوه په بادغیس کې ثبت شوې دي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، له ټولو ۲۱ پېښو ۱۲ په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکنډي کې ثبت شوې دي.
د مايار په وينا، تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۲۶۳ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاینه شوې چې ۲۱ یې مثبتې او ۲۴۲ یې منفي ثابتې شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت دغه چارواکي زياته کړه چې اوس هم یوه مشکوکه نمونه تر معاينې لاندې ده چې پايلې به يې وروسته له رسنیو سره شريکې شي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نږدې شپږ زره کسان مړه شوي او ١٦٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بیرته روغ شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو خو تر ٦٠زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.
له چين وروسته په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
login or register a new account.