منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“کرونا له چا سره ټوکې نه کوي، په مهربانۍ سره مو پر ځان پام وکړئ”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): د بیدارو ځوانانو ټولنيز سازمان په کابل ښار کې د کرونا ناروغۍ په اړه  د عامه پوهاوي په موخه شاوخوا ۱۰۰۰ ماسکونه، دستکش او د عامه پوهاوي پاڼې ووېشل.

د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د پنځو نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره پر دې ناروغۍ د مصاب ناروغانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، له ټولو ۲۱ پېښو  ۱۲ په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر او يوه، يوه په کاپيسا، بادغيس، بلخ او دايکنډي کې ثبت شوې چې تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۲۶۳ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاينه شوې چې ۲۱ يې مثبتې او  ۲۴۲ يې منفي ثابتې شوي دي.

د "بيدارو ځوانانو ټولنيز سازمان" د "زموږ ترکاڼي د خدماتو او توليدي شرکت" په مالي مرسته نن په کابل کې "کرونا له چا سره ټوکې نه کوي، په مهربانۍ خپل ځان ته پام وکړئ" تر شعار لاندې نن د کابل په شهرنو کې د کرونا ناروغۍ د عامه پوهاوي په موخه شاوخوا ۱۰۰۰ ماسکونه، زر دستکش او د عامه پوهاوي پاڼې ووېشلې.

د ياد سازمان مرستيال ډاکتر اقبال کوهستاني وويل، دغه کمپاين يې د دې لپاره پيل کړی چې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي او اړین تدابير ونيسي.

د عامه پوهاوي په هغې پاڼه کې چې یاد سازمان نن په خلکو ووېشلې، خلکو ته په خطاب راغلي:

  • د کرونا ويروس له سالم پوستکي نه تېرېږي او که څوک دستکش نه لري، نو اندېښنه مه کوئ، خو خولې او پزې ته له مینځلو مخکې لاس مه ور وړئ او لاسونه مو په ورځ کې بیا بیا په ګرمو اوبو او صابون ومینځئ.
  • د هر لمانځه لپاره په تازه او ګرمو اوبو اودس وکړئ.
  • د کرونا ویروس پر ټوکر له ۶ تر ۱۲ ساعتونو، پر اوسپنه له ۱۲ تر شلو ساعتونو او پر نیکل تر شلو ورځو ژوندی پاتې کېدای شي.
  • د کرونا ویروس د حرارت درجې تر ۳۰ سانتيګراده پورې له منځه ځي، نو غوره ده چې توکي په ګرمو اوبو او د مینځلو په توکو (صابون او نورو) ومینځئ او جامې لمر ته وچې کړئ.
  • په ګرمو اوبو حمام کوئ، پزه هم په ګرمو اوبو مینځئ، له سړو خوړو ډډه وکړئ، ګرم چای، قهوه او له چای سره لیمو نوش جان کړئ.
  • که ګرمو اوبو او چای ته لاسرسی نه لرئ، نو ژاولې وژووئ څو حلق مو مرطوب او ومینځل شي.
  • په غونډو کې برخه مه اخلئ، او د کور له عفونت څخه د پاکوالي لپاره دوې قاشوغې وایتکس په یو لېتر اوبو کې واچوئ او ګټه ترې واخلئ.
  • په دغه محلول سره د کور دستګیرونه، د موټرو دروازې، پیسې، ریموت، قلم، موبایل، پاس پاس او نور ټول هغه ځایونه پاکوئ چې د انسان له بدن سره تماس کوي.
  • ماسک او دستکش کاروئ او د بدن مقاومت مو په ویټامین سی سره پیاوړی کړئ، چا ته لاسه مه ورکوئ او مه ښکلوئ.
غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا