کابل (پژواک، ۲٧ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې د ناروغانو شمېر ۲۲ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نوي پېښه هم په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، له ټولو ۲۲ پېښو ۱۳ په هرات، درې په سمنګان، دوه په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکنډي کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۲۸۱ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاینه شوې چې ۲۲ یې مثبتې او ۲۵۹ یې منفي ثابتې شوې دي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بېرته روغ شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو خو تر ٦٠زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.
له چين وروسته په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
login or register a new account.