هرات ښار (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د کرونا ناروغۍ له ټولو ۳۸ شکمنو کسانو چې تېر مازدیګر په هرات کې له یوه روغتونه تښتېدلي وو، اووه یې د ښار له بېلابېلو ناحیو راټول شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان د هرات امبولانس له خوا راټول او دویم ځل په شیدایي روغتون کې د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز ته انتقال شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د کرونا د شکمنو ناروغانو پېژندلو او راټولولو په موخه د سیمه ییزې ادارې هڅې روانې دي.
تېر مازدیګر د کرونا پر مثبت ویروس اخته یو کس او ۳۷ نور شکمن ناروغان د کرونا ویروس د درملنې له روغتونه تښتېدلي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










