هرات ښار (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د هرات ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د حوزوي روغتون د ارتوپېدي برخې ۲۵ ډاکتران قرنطین شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د حوزوي روغتون د ارتوپېدي برخې یو ډاکتر چې تازه له ایرانه راغلی، د کرونا ازموینه یې مثبته تابته شوې ده او له همدې امله نن د ارتوپېدي برخې ۲۵ ډاکتران فرنطین شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو پر ځای د ارتوپېدي برخې یوه ډله د هرات له خصوصي روغتونونو ګومارل شوي دي.
د یادونې ده، په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ کسانو ته لوړ شوی چې له دې ډلې ۱۳ کسان په هرات، ۳ پېښې په سمنګان، دوې په لوګر، دوې په کاپیسا یوه- یوه پېښه په بادغيس، دایکنډي او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










