جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو کور په کور د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
دوی خلکو ته د عامه پوهاوي تر څنګ د پزې پټولو لپاره ماسکونه، د لاس مينځلو لپاره صابونونه او د لاس پټولو لپاره دستکشې هم په وړيا ډول ورکوي.
د توان خيريه ټولنې غړي د جلال اباد ښار او سره رود ولسواليو کې له تېرو څو ورځو راهيسې ګرځي او خلکو ته عامه پوهاوی کوي.
دوی د کب په ۲۸مه هم د سره رود ولسوالۍ پر څو کليو باندې وګرځېدل او خلکو ته يې عامه پوهاوی وکړ.
د دغه بنسټ مشر برهان الدين سيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی له تېرو څو ورځو راهيسې جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې ګرځېدلي او خلکو ته يې له کرونا د ځان ساتلو عامه پوهاوی کړی دی.
هغه وايي، د ټولنې له غړو په راټولو کړيو پيسو يې اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه صابونونه، ماسکونه او دستکشې اخيستي چې تر اوسه يې په دوه سوه کورنيو وېشلې دي.
د سيرت په خبره، د دغې چارې موخه د عامه پوهاوي ترڅنګ خلکو ته دا پيغام ورکول دي چې کرونا وژونکې ناروغي ده، خو ځان ساتنه کولی شي پر دغې ناروغۍ له اخته کېدو يې وساتي.
دی پر بډايه خلکو غږ کوي چې په دې ورځو کې له خلکو سره د نورو مرستو کولو پر ځای دې ناچاره خلکو ته صابون او ماسکونه د مرستې په ډول ورکړي.
د دې ټولنې يو بل غړی ميرويس رحماني وايي، د کمپايونونو دا لړۍ به دوام لري او هغو ځايونو ته به هم ځانونه رسوي چې خلک يې د راډيو او ټلويزيون له لارې عامه پوهاوي ته لاسرسی نه لري.
د سره رود ولسوالۍ د ده ولي د سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک سره خبرو کې وويل، پخوا يې د کرونا ويروس په اړه ډېرې خبرې اورېدلې وې؛ خو د ننني کمپاين پرمهال ورته د دغو کسانو له خوا وويل شول، که ځان ونه ساتي، نو کرونا يې ژوند ګواښلی شي.
کرونا ويروس چې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته غځېدلی، په دې وروستيو کې افغانستان ته هم د ايران له لارې راغلی چې تېره لنډه موده کې پرې ۲۲ کسان اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، تېرو څلرويشت ساعتونو کې ورسره کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو ۴۵ مشکوکې پېښې ورسره راجسټر شوې دي.
login or register a new account.