هرات ښار (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د هرات ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې په کرونا ویروس دوه کسان چې یو مثبت او بل یې مشکوک ثبت وو او دوه ورځې وړاندې تښتېدلي وو، بېرته د کرونا ناروغۍ د درملنې مرکز ته راوستل شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سر طبیب ډاکټر عارف جلالي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دغو دوو کسانو یو یې د دایکنډي ولایت اوسېدونکی او مثبته پېښه ده او بل کس چې شکمن مورد دی د ګذرې ولسوالۍ په پل پشتون سمیه کې د پولیسو له خوا پیدا او بېرته د شیدایي په سیمه کې د کرونا د درملنې مرکز ته انتقال شوي دي.
دوه ورځې وړاندې په کرونا ویروس د یوه مثت اخته کس په ګډون ۳۸ شکمن کسان په شیدایي سیمه کې د کرونا ویروس د درملنې په مرکز کې د امکاناتو د نه شتون له امله وتښتېدل او تېره ورځ له دې ډلې ۷ کسان بېرته رواستل شوي وو چې نن دوه نور کسان هم راوستل شول.
د یادونې ده چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی چې له دې ډلې، ۱۳ کسان په هرات، ۳ پېښې په سمنګانو، دوه په لوګر، دوه په کاپیسا یوه- یوه پېښه په بادغيس، دایکنډي او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










