منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو ٢٤ ساعتونو په افغانستان کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۵ شکمنې پېښې ثبت شوې خو کومه تازه مثبته پېښه یې نه ده ثبت شوې.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت وياند وحيدالله مايار د کب په ۲۸مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

ده وويل چې تر اوسه د عامې روغتيا وزارت د کرونا ناروغۍ ۳۴۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ۲٧۳ يې منفي، ۲۲ يې مثبتې او ۴۵ نورې په لابراتوار کې تر چک لاندې دي.

د نوموړي په وينا، د کرونا ناروغي ډېرې شکمنې پېښې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې ثبت شوې چې ډېرې يې بيا په هرات او کابل ولایتونو کې دي.

مايار وايي چې د عامې روغتيا وزارت له ټاکلي لابراتور پرته بل هېڅ روغتون ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لپاره کار وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال د يادې ناروغۍ لپاره په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ بستره چمتو شوي خو د اړتيا پر مهال به د بسترونو ياد شمېر ۶۰۰۰ ته لوړ کړاى شي.

د يادونې ده، کرونا ناروغي د لومړي ځل لپاره د چين په واهان ښار کې ثبت شوه چې دا مهال د نړۍ ١٤٠ ته رسېدلې او څه باندې دوه سوه زره کسان پرې اخته شوي دي.

د يادې ناروغۍ له امله د چين په ګډون په ټوله نړۍ تر اوسه څه باندې اته زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا