هرات (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین په تېرو څلورو ورځو کې له ترکمنستانه د تورغونډۍ بندر ته د ۸۶ واګونونو خوراکي توکو له واردېدو خبر ورکوي او وایي چې د لومړنیو خوراکي توکو بیو له لوړوالي سره سم، له احتکار سره د مبارزې کمېسیون سر له ننه په هرات ښار کې له پېر او پلوره څارنه پیلوي.
د هرات د تورغونډۍ بندر رییس عبدالناصر محمدي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کچه خوراکي توکي د خواراکي توکو د بیو لوړوالي د مخنیوي لپاره هېواد ته وارد شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د کب له ۲۴مې تر تېرې ورځې، ۲۷ واګونه د غنمو او ۳۶ نور د اوړو له تورغونډۍ بندره هرات ته راغلي چې د غنمو هر واګون ۷۰ ټنه دی چې په ټوله کې درې زره او ۲۹۰ ټنه غنم کېږي.
د محمدي په خبره، د اوړو واګونونه هم ۶۷ ټنه دي چې په ټوله کې ۲زره او ۲۲۸ ټنه کېږي.
د هرات د تورغونډۍ بندر رییس همداراز وویل چې د کب له لومړۍ تر اوسه ۱۹۲ واګونه اوړه د ۸زره او ۷۷۲ ټنه په وزن او ۷۳ د غنمو واګونونه د ۵زره او ۷۶۹ ټنه په وزن له ترکمنستان هېواده د تورغونډۍ له بندره هرات ته وارد شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «مخکې اوونیو کې د تورغونډۍ بندر له لارې په دومره کچه خواراکي توکي نه وارېدېدل او په یوه اوونۍ کې یوازې له ۱۲ تر ۱۵ واګونه وارېدېدل؛ خو له نېکه مرغه په دغه اوونۍ کې د وارداتو کچه لوړه شوې ده.»
د هرات د تورغونډۍ بندر رییس ټینګار وکړ چې د دغه اندازه غنمو او اوړو واردېدل کولای شي د هېواد په بازارونو کې د غنمو او اوړو پر بیو اغېز واچوي.
د خواراکي توکو دغه واګونونه له هغه وروسته هېواد ته راځي چې هېودوال د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم د خوراکي توکو د بیو لوړوالي ته اندېښمن دي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام سرور پژواک ته وویل: «له بده مرغه د کرونا له خپرېدو سره د ټولو خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د بازار کنټرول هم څوک نه کوي.»
د هرات بل اوسېدونکي فېروز پژواک ته وویل: «که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، د ویروس له ډېر خپراوي سره به خلکو ته ژوند ستونزمن شي. په درېیو اوونیو کې یو ټېم غوړي درې سوه افغانۍ لوړ شول؛ همدا ډول د نورو توکو بیې هم لوړې شوې دي.»
یو شمېر نور پلورونکي هم د خواراکي توکو لکه اوړو، وریجو او غوړیو د بیو لوړوالی تاییدوي.
د هرات ښار د درب ملک یوه پلورونکي عبدالقادر پژواک ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
هغه ښکاره کړه: «یوه نیمه میاشت مخکې د اوړو یوه ۵۰ کیلویي بوجۍ په ۱۲۵۰ افغانۍ وه؛ خو اوس له دوو زرو هم لوړه شوې ده.»
په هرات ښار کې د خوراکي توکو بل پلورونکي عبدالصبور وویل چې د لومړۍ درجه وریجو په هره بوجۍ کې ۳۰۰ افغانۍ او د غوړو په هر څلو منه (د کابل دوه منه) پیپ کې، ۱۵۰ افغاني زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه: «مخکې ۲۵ کیلو لومړۍ درجه هندي وریجې په ۱۸۰۰ افغانۍ وې خو اوس ۲۱۰۰ افغانۍ ته رسېدلې دي او یو ټېم غوړي په رز افغانۍ وو خو اوس ۱۲۵۰ افغانۍ ته لوړ شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په هرات کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې له امله ویلي چې په خپلسري ډول به اجازه ورنه کړي څو د خوراکي توکو بیې لوړې شي او له احتکار سره د مبارزې لپاره د هېواد له بندرونو په زرګونه ټنه خوراکي توکي افغانستان ته واردوي.
بلخوا د هرات والي عبدالقیوم رحیمي له احتکار سره د مبارزې کمېسیون په ناسته ویلي چې له احتکار سره د مبارزې قانون د شپږمې مادې لومړۍ فقرې پر اساس، دغه کمېسیو اړ دی چې د احتکاري توکو له ثابتولو او ترلاسه کولو وروسته یاد توکي د ۴۸ ساعتونو په موده کې هغو ته له عادلانه بیې ټاکلو وروسته د خپل څښتن او یا قانوني استازي په شتون کې بازار ته عرضه کړي.
د هرات والي همداراز په اوسنیو حساسو شرایطو کې د فرصت ترلاسه کوونکو کسانو هر ډول اقدام د دیني ارزښتونو خلاف وباله او د احتکار کوونکو لپاره یې د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ.
تمه ده د احتکار پر وړاندې د مبارزې کمېسیون سر له ننه د هرات ښار پر بازر څار او له ګران پلورونکو سره جدي چلند وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










