ژبه

چارواکي: خلک دې د توکو بیو لوړېدو په اړه اندېښنه نه کوي

کابل (پژواک، ۲۸ کب ٩٨): چارواکو، په کابل کې په ارزانه بیه د یو خصوصي شرکت له خوا د غوړیو د پلور د پیل پر مهال وویل، خلک دې اندېښنه نه کوي؛ ځکه چې ۵۰۰ کانټینره خوراکي توکي هېواد ته را رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ناروغۍ له خورېدو سره په هېواد کې د خوراکي توکو بیو  اوړو بيه ۴٠ سلنه او نورو خوراکي توکو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوې، خو اوس بېرته تر یوه بریده رالوېدلې دي.

نن د «فقیر وهاب» شرکت په کابل کې ښار په ارزانه بیه د سل ټنه غوړیو پلور پیل کړ.

د ننګرهار د سوادګرۍ خونې مرستیال او د وهاب شرکت د وېش برخې مسوول د غوړیو د وېش پر مهال  وویل چې دغه شرکت پنځه لېتره غوړي چې په بازار کې په ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

ده وویل چې به دغه سل ټنه غوړي به د کابل ښار په دهمزنګ، ارزان قیمت، میرویس میدان، دشت برچې او ده افغانانو کې په ارزانه بیه پر خلکو وپلورل شي.

ده وویل چې بشیر نوید خصوصي شرکت هم تېره ورځ په کابل او ځینو ولایتونو کې په ارزانه بیه د اوړو پلور پیل کړ.

دی وایي چې دغه شرکت پنځوس کیلو رامه اوړه په  ۱۴۵۰ افغانۍ پلوري.

تېره دوشنبې په کابل کې ۵۰ کیلويي اوړه تر ۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند وویل،  د افغانستان د سوادګرۍ خونه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خوراکي توکو د کمښت او بيو لوړېدو له امله دې هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.

ده زیاته کړه، له پرون راهيسې د  چابهار، اقینې، شېرخان بندر، اسلام کلا او تورغونډۍ له  بندرونو  ۵۰۰ کانټینره خوراکي توکي هېواد ته را داخل شوي او ډېر ژر به د کابل او نورو بازارونو ته ورسېږي.

ده له حکومته وغوښتل چې په بندرونو کې پر خصوصي شرکتونو د ټکس او  مالیې ورکولو پړاوونه اسانه کړي څو وارداتي توکي زر تر زره را ورسېږي.

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز هم په دې غونډه کې وویل چې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د کابل ښاروالۍ د کورنیو چارو وزارت په مرسته شاوخوا ۴۰۰  هټۍ ځکه تړلې چې خواراکي توکې یې په لوړه بیه پلورل.

login or register a new account.