منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د کرونا مخنیوي لپاره دې د سیمه ییزو همکاریو ځانګړی مرکز جوړ شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د اسیا زړه هېوادونو د همپالنې جنبش وايي، د کرونا د مخنیوي په موخه باید د سیمه ییزو همکاریو ځانګړی مرکز جوړ شي.

دغه جنبش یو ټولنیز بنسټ دی چې په ۱۳۹۸ کال کې جوړ شوی او اسیايي هېوادونو کې د مهمو مسایلو په اړه د همغږۍ رامنځته کېدو په موخه کار کوي.

کرونا ويروس له چین څخه پیل او د نړۍ ګڼو هېوادونو ته غځېدلی دی، په دې وروستيو کې افغانستان ته هم د ايران له لارې راغلی او تر اوسه افغانستان کې ۲۲ کسان پرې اخته شوي دي.

د اسیا زړه هېوادونو د همپالنې جنبش مشر محب الله نوري کابل کې نن یوې خبري ناستې ته وویل چې کرونا ویروس د نړۍ په کچه یوه جدي ننګونه ده او د هېوادونو  تر منځ د پولو په تړلو نه حل کیږی.

دی وايي، له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې د هېوادونو له خوا د سیمه ییزو همکاریو مرکز رامنځته شي ترڅو هېوادونه په کې له یو او بل سره ګډه همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا په برخه کې د سیمه ییزو همکاریو مرکز دې د خوارکي موادو او درملو پراخې ذخیرې رامنځته کړې، ځانګړې بودیجه دې په نظر کې ونیسي، د هېوادونو ترمنځ دې د متخصصینو تبادله وشي او په دې برخه کې دې نړیوالو همکارۍ را جلب شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې پاکستان له ایران او افغانستان سره خپل ټولې پولې تړلي دي.

په نننۍ ناسته کې د افغانستان د ژورنالېستان شورا مشر حفیظ الله بارکزي د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د اسیا زړه هېوادونو د همپالنې جنبش له پورتنۍ طرحې هر کلی وکړ.

هغه وویل: "ټول پوهیږو کرونا یو خطرناک ویرویس دی، په کار ده پر وړاندې یې مبارزه لا نوره هم جدي شي، د دغه جنبش طرحه ډیره ښه ده د افغانستان عامې روغتیا وزارت باید دغه مسئلې ته خاصه پاملرنه وکړي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا