منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نی: خبریالان دې د کرونا اړوند کره خبرونه خپاره کړي خو خلک دې نه ډاروي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک،۲۹ کب ۹۸): د «نی» ادارې د یوې کړنلارې په خپرولو له خبریالانو غوښتي چې د کرونا پر وړاندې خپلې روغتیا ته متوجه شي او په راپورونو کې د دغې ناروغۍ په اړه د شکمنو پېښو د شمېر په خپرولو دې د ټولنې رواني سلامتیا نه زیانمنوي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس (Covid-19) ۲۲ مبثت پېښې ثبت شوې چې ۱۳ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او یوه، یوه په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ هېڅ مثبته پېښېه نه ده ثبت شوې.

د نی (په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې) اجرایوي رییس مجیب خلوتګر نن په کابل کې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو کې د خبریالانو رول مهم وباله او خبریالانو ته یې کړنلاره وړاندې کړه چې د یادې ادارې له خوا جوړه شوې ده.

په یاده کړنلاره کې دوې برخې «باید» او «نه باید» لري.

د "باید" په برخه کې راغلي:

۱ــ د خبریالانو تر ټولو مهم کار د اطلاعاتو وړاندې کول دي، نه د هغه غټول او د خلکو تر منځ د ډار او وېرې خپرول، نو ځکه یواځې د اطلاعاتو په خپرولو تمرکز وکړی.

۲ــ ستاسو معلومات په بېړني حالت کې د خلکو لپاره داسې مثال لري، لکه د ژوندي موجود د بدن لپاره وینه، نو ځکه ککړ او دغه راز په وینو ککړ معلومات خلکو ته مه ورکوئ.

۳ـ د کرونا ویروس په اړه د کره او پر وخت خبرونو د خپرېدو له لارې باید د ټولني له رواني سلامتیا سره مرسته وکړئ.

۴ــ متوجه واوسئ چئ له یوه نړیوال ناورین سره مخامخ یاست، ستاسو مسوولیت له بل هر وخت ډېر دی، نو مسوولیت منونکي شئ.

۵ــ په هغه صورت کې چې له شکمنو او ککړو ځایونو لیدنه کوئ، محافظتي وسایل وکاروئ، ماسک، دستکش او په نازکو حالاتو کې روغتيايي جامې وکاروئ.

۶ ــ د دې لپاره چې پیغام مو ډاروونکی نه وي، تل په خپلو پیغامونو کې ((د درملنې او وقایې وړ یاده ناروغي) کلمې وکاروئ.

۷ــ په خپلو خپرونو کې داسې ښکاره شئ چې خلک متوجه شي، نه داسې چې وډار شي.

۸ـ مایک، کمره، د غږ ثبتولو وسیله، قلم او نور کاري وسایل مو پر عفوني ضد موادو پاک کړئ.

۹ـ پام وکړئ چې تاسو یو علمي خبر ورکوئ، نه یو سیاسي او ټولنیز خبر، نو له دې امله علمي چوکاټ ته توجه وکړئ.

۱۰ـ د خپل فکر مطابق د خبر له تحلیل ډډه وکړئ او یواځې خبر خپور کړئ.

۱۱ــ متوجه واوسئ، تل هغه شمېرې چې نور یې ورکوي،  کولای شي ناسم وي، نو تل له څو سرچینو څخه معلومات اخلئ.

۱۲ـ له ناروغانو سره داسې چلند وکړئ چې د توپیر یا تبعیض احساس ونه کړي.

۱۳ـ‌ له هر کاري فعالیت وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمینځئ.

۱۴ـ ستاسو او مرکه کېدونکو تر منځ واټن باید لږ تر لږه یو نیم متر وي.

دغه راز د «نه باید» په برخه کې لاندې کړنلاره راغلې:

۱ـ رسنۍ باید په یوه ډار خپروونکي بنسټ بدله نه کړئ.

۲ـ د شکمنو شمېرو او خبرونو د خپرېدو پر مهال د ټولنې رواني سلامتیا ته زیان مه رسوئ.

۳ــ رسنۍ په خوښه یا نارضایتۍ داسې کسانو ته په لاس مه ورکوئ چئ له ټولنیزو ــ روغتیايي بحرانونو څخه په خپله ګټه استفاده کوي.

۴ـ په یاد ولرئ چې د ویروس د خپرېدو سرعت ډېر خو دغه ناروغۍ ډېره وژوونکې او خطرناکه نه ده، له هرو سلو ناروغو کسانو څخه یواځې دوه یا درې کسان د دې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

۵- کله چې له روغتیایي مرکز، فارم او یا هغه ځای څخه چې د ککړتیا امکان یې ډېر دی، خبر یا راپور تیاروئ، وسایل مو پر ځمکه یا کوم بل څه مه ږدئ او له ګټې اخیستنې وروسته یې په مکروب ضد موادو ووهئ.

۶- له ډاروونکو صفتونو لکه «مرګونی ویروس»، «تخریبوونکی» او نورو ډډه وکړئ، ستاسو دنده خبرول دي، نه ډارول.

۷- له انځورونو په ګټه اخیستنه کې ځیرک اوسئ څو غلط پیغام انتقال نه کړئ.

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې په کابل او هغو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي، حمامونه تړل کېږي او په هوټلونو کې مراسم ترسره کول ځنډوي.

همداراز د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه ښونیز او تحصیلي مرکزونه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه، په ولایتونو کې د نوروز جشن او سپورتې سیالۍ هم د هېواد په کچه لغوه شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا