منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

 

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس له ۴۵ شکمنو پېښو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۴۰ یې منفي تشخیص شوي او پنځه نورې یې تر څېړنې لاندې دي.

د دغه وزارت وياند وحیدالله مایار چې نن (د کب ٢٩مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وويل، د کرونا ویروس له ۳۴۰ شکمنو نمونو، چې تر دې مهاله د عامې روغتیا وزارت مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلې دي، ۲۲ پېښې یې مثبتې او ۳۱۳ یې منفي تشخیص شوې او پنځه نورې یې تر څېړنې لاندې دي.

هغه زياته کړه، د دغو شمېرو پر بنسټ، د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې په مرکزي لابراتوارونو کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

مایار وویل، ټاکل شوې ده چې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار به نن په هرات ولایت کې فعال شي چې له دې وروسته به له هراته مرکزي لابراتوارونو ته د شکمنو سمپلونو لېږلو اړتیا هم نه وي.

دغه راز نوموړي په اسلام کلا بندر کې د بدن د تودوخې معلومولو له الو کار اخیستل، له ایرانه افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د سکرینينګ بهیر په چټکتیا کې اغېزناک وباله او ویې ویل چې یاده دستګاه به ډېر ژر د کابل په هوایي ډګر کې هم ولګول شي او فعالیت به پیل کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، د کرونا ویروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو له همکارۍ په مننې یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې په تجمعاتو کې د نه ګډون او فردي حفظ الصحې په مراعتولو سره، د یاد وزارت پر روغتیایي لارښوونو عمل وکړي، څو په ټولنه کې د کرونا ویروس له خپرېدا څخه مخنیوی وشي.

کرونا ويروس چې شاوخوا درې مياشتې مخکې په چين کې خپور شو، تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ١١٠زره کسان پرې اخته شوي او نهه زره نور له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له چين وروسته ايټاليا، ايران،  هسپانيا، سوېلي کوريا، امريکا او جرمني کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا