ژبه

خليلزاد: افغان مشران او طالبان دې په ګډه د کرونا پر ضد مبارزه وکړي

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٨) افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا يا له افغان سیاسي مشرانو غوښتي، چې روان سیاسي بحران دې پای ته ورسوي.

زلمي خلیلزاد نن د وري په لومړۍ نېټه د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال د پیل په مناسبت پخپل پيغام کې افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له افغان سیاسیونو غوښتي، چې روان سیاسي بحران ته دې د پای ټکی کیږدي.

هغه زياته کړې : " نوی کال او نوروز مو مبارک شه. په دې مناسبت، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې هیواد ته ورکولی شي، د یو ټولشموله حکومت لپاره هوکړې ته ورسیږي او سیاسي کړکیچ پاې ته ورسوي".

login or register a new account.