ژبه

د دوو تازه پېښوثبتېدو سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۲۴ ته ورسېد

کابل (پژواک، اول ورى ٩٩ ): د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا ناروغۍ دوه نورې مثبتي پیښې ثبت شوې چې ورسره په هیواد کې د ناروغانو شمېر ۲۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت  سلاکار ډاکټر وحيدالله مايار د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه نوې پیښې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.

د هغه د معلوماو له مخې، له ټولو۲۴ پېښو څخه  ۱۵ په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ، تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۳۹۰ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاینه شوې چې ۲۴ یې مثبتې او  ۳۶۶ یې منفي ثابتې شوي دي.

د عامې روغتيا  وزارت  په خپرپاڼه کې راغلي دي چې چې اوس هم ۳۰ مشکوکې پیښې تر معاينه لاندې ده چې پايلې به يې وروسته له رسنیو سره شريکې شي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٤٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه نهه زره کسان مړه شوي او ٢٢٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بیرته روغ شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين او ايټاليا کې څه باندې اوه زره کسان مړه او تر ١٢٠ زره زيات پرې اخته شوي خو تر ٨٠ زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.

له چين او ايټاليا وروسته په ايران ، جرمني، هسپانيه ، امريکا او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.   

login or register a new account.